له پاکستانه د افغان کډوالو د په زوره ایستلو لړۍ دوام.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې افغان کډوال نه باید د حقوقي مکانیزمونو له کارونې پرته و ایستل شي.
په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان د رسنیو مسوول طلوع نیوز ته وایي چې په پاکستان کې افغان کډوال نه باید د قانوني پړاونو له تیرولو پرته و ایستل شي.
د آوند عزیز آغا د څرګندونو یوه برخه داسې ده: (موږ په پاکستان کې د افغان وګړو د نیولو په زیاتوالي اندېښمن یو، په هغو کې د ثبت شویو افغانانو دوسیې هم شاملې دي، هغه کسان چې په دریم هیواد کې د لیږد یا بیا میشتیدنې په بهیر کې دي، په نړیواله ټولنه غږ کوو چې پاکستان او نور کوربه هیوادونه وهڅوي د افغانانو د خوندي او باعزته ځای پر ځای کېدو د لارې اسانتیاوې برابرې کړي او ملاتړ یې وکړي.)
د بښنې نړۍوال سازمان هم له پاکستانه غوښتي چې د نړیوالو قوانینو له مخې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ژر تر ژره نیول شوي افغان کډوال خوشې کړي.
د بښنې نړۍوال سازمان ویلي: (د پاکستاني چارواکو کړنې پراخې او خپلسرې دي او د کډوالو د ځورولو او نیولو لامل شوي حتی که دوی معتبر اسناد او ویزې ولري. ټول کډوال او پناه غوښتونکي، پرته له دې چې د دوی د اسنادو وضعیت په پام کې ونیول شي، د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې د اجباري راستنیدو په وړاندې د مناسبې پروسې او خوندیتوب حق لري.)
دغه راز د یوې دولتي رسنۍ د راپور له مخې، په تېره یوه ورځ او شپه کې ۹۴ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستنې شوې دي.
یو کډوال، منصور وايي: په پېښور کې موږ اوسېدو خو هلته ډېرې زیاتې ستونزې وې. د دغو ستونزو له امله خپل هېواد ته را واوښتو. خدای دې وکړي چې په خپل هېواد کې مو په خوشالۍ شپې ورځې تېرې شي.
یو شمېر کارپوهان وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو په زور را ایستل د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خړې پړې کوي.
یو بل کډوال، ولي تاج هم وايي: په پاکستان کې زموږ ژوند نه تېریده، هلته نیول وو. زموږ پلار به یې نیوه، وروڼه به یې راته نیول، تعلیمونه هم سخت و او هر چېرې چې به یې ولیدو نیولو به یې که کارټ به هم راسره وو.
د کډوالو د حقونو فعال، عبدالرازق عدیل په دې اړه وايي: دا وضعیت نه یوازې دا چې د کډوالو پر شخصي ژوند اغېز کوي بلکې یو بشري ناورین هم دی او له بل لوري د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د سیمې پر ثبات هم بدې اغېزې وکړي.
له دې ټولو سره سره د پاکستان دولت د قانوني اسنادو د نه لرونکو افغان کډوالو د ایستلو په اړه څه نه دي ویلي. خو تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی وو چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه به د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورنکړي.
په دې اړه مو اندونه