Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت پر کونړ د پاکستان توغندیز برید غندلی دی

اسلامي امارت د پاکستان د ځواکونو له لورې د کونړ ولایت پر سرکاڼو ولسوالۍ د تېرې شپې توغندیز برید غندي.

د اسلامي امارت ویاند طلوع‌نیوز ته وایي، دا ډول بریدونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو ته زیان اړوي او د هېڅ لوري په ګټه نه دي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد  وايي: د کونړ په ځينو سیمو توغندي لګیدلي چې تلفات یې هم درلودل په ځانګړې توګه څاروي پکې تلف شوي دي. د پاکستان له لوري د توغندیو توغول موږ هم غندو او غواړو چې په بېړنۍ توګه دغه ډول اقدامات ودریږي. 

بل خوا، د کونړ یو شمېر اوسېدونکي وایي، د پاکستان له لوري دا ډول بریدونه د افغانانو لپاره جدي ستونزې را ولاړوي.  

تهذیب الله مهذب چې د کونړ اوسېدونکی دی وايي: وخت ناوخته د ګاونډي پاکستان له لوري ړندې مرمۍ را غورځيږي چې زیات تلفات یې عامو خلکو ته اوړي.

پرویز غورځنګ د کونړ یو بل اوسېدونکی، وايي: بیګا نیمه شپه او د پاکستان له لوري توغندي راغلل، په کلي کې ولګېدل او خلک اړ شول چې خپل کورونه پریږدي او خوندي ځایونو ته ولاړ شي. داسې پېښې مخکې هم ډېرې تکرار شوي نو زموږ له حکومته غوښتنه دا ده چې د دغه ډول چارو مخنیوی وکړي او د خلکو پوښتنه وکړي.   

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د مرغومي پر پنځمه پاکستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر ځينو برخو هوايي بریدونه وکړل چې له امله یې څه باندې پنځوس ولسي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، ووژل شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه