په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له دغه هېواده په زوره د افغان کډوالو د اېستنې بهیر د درېدو غوښتنه کړې ده.
پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د ویاند مرستیال، قیصر خان وايي: یو اېن اېچ سي ار په دې برخه کې له حکومت سره همکارۍ ته چمتو دی. که مالي ملاتړ وي او که تخنیکي مرسته وي موږ ورته تیار یو او موږ له پاکستان حکومته غواړو چې څه ډول یې له تېرو ۴۰ او ۴۵ کلونو راهیسې د افغان کډوالو کوربتوب کړی، اوس هم دوام ورکړي.
که څه هم په تېره یوه اوونۍ کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر زور اخیستی او د کډوالۍ د نړۍوال سازمان شمېرې ښيي چې په تېرو پنځو ورځو کې څه باندې ۲۶ زره افغان کډوال د افغانستان او پاکستان د ګډو بندرونو له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي، خو له دې سره هممهاله، څه باندې ۲۵زره کسان د تورخم، غلام خان، ډنډ پټان، انګور اډې او سپین بولدک بندرونو له لارې پاکستان ته تللي دي.
د کډوالو د حقونو فعال، احسان الله احمدزی وايي: د افغانانو سترګې نړۍوالو ته، په ځانګړې توګه د کډوالو بنسټونو ته لکه یو اېن اېچ سي ار، ای او اېم او نورو ته او حکومت دي څو د افغانانو لاسنیوی وکړي.
بل خوا، په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وایي چې له دوی سره ناوړه چلند کیږي او له دغه هېواده د دوی اېستل لاهم دوام لري.
پاکستان کې افغان کډوال، قسیم وايي: ټول کډوال چې دلته دي له ستونزو سره مخ دي، هغوی که ویزه لري، که ناروغ لري او که د ویزې د وخت غځولو لپاره یې وړاندیز کړی دی.
پاکستانه کې افغان کډواله، فریده محب وايي: له بده مرغه له څو ورځو راهیسې پاکستان حکومت زموږ هېوادوال، ځوانان او ماشومان او ښځې، بندیان کړي او یا یې بېرته استولي دي.
په تېره یوه اوونۍ کې د کډوالو اېستلو د کډوالو د نړیوال سازمان او د بښنې د نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر نړیوالو بنسټونو اندېښنې راپارولې دي.
په دې اړه مو اندونه