د پلازمېنې اوسېدونکي د ځینو کابل مېشتو له لوري د ښاري کلتور پر نه مراعتولو نیوکې کوي.
دوی وايي، د ښار پاک ساتل یوازې د ښاروالۍ مسوولیت نه؛ بلکې د ټولو ګډ مسوولیت دی.
کابل کې د نفوس په زیاتېدو سره ځينې خلک ښاري کلتور او د ښار پاک ساتلو ته تر ډېره پام نه کوي.
د کابل اوسېدونکی، عثمان وایي: « ځينې وخت تاسو ګورئ چې، ځینې خلک په موټرو کې یو څه خوري او پاکټونه یې پر سړکونو اچوي. او یا ځینې خلک کثافات پر سړکونو اچوي.»
د کابل بل اوسېدونکي، سید مهدي و ویل: « موږ باید خپل ښار پاک وساتو، ورته پاملرنه وکړو او له دولتي کارکوونکو سره چې د ښار د پاکولي هڅه کوي، مرسته وکړو.»
د کابل ښاروالۍ هم وايي، د ښاري کلتور د ودې لپاره ځينې پروګرامونه لري او له کابل مېشتو غواړي چې، د ښار پاکوالي ته پام وکړي.
د کابل ښاروالۍ استازي، نعمت الله بارکزي و ویل: « الحمدالله د کابل ښاروالۍ د ښاري کلتور د ودې لپاره بېلابېل پروګرامونه لري. پر سړک د کثافاتو اچول ښاري سرغړونه ده. موږ له ښاریانو غواړو چې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، ځکه ښاري نظم او پاکوالی د ټولو ښاریانو د مسوولیت پایله ده.»
ښاري کلتور د یو لړ مقراراتو او قواعدو ټولګه ده چې، مراعتول یې په ښارونو کې د نظم رامنځته کېدو لامل کیږي.
په دې اړه مو اندونه