Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فطرت: اسلامي امارت په بلوچستان کې د داعش د مرکزونو په اړه شواهد لري

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې، داعش ډلې د پاکستان تر حاکمیت لاندې د فعالیت جواز ترلاسه کړی دی.

ښاغلی فطرت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ادعاوې ردوي او وايي چې، د پاکستان په بلوچستان کې د داعش د حضور په تړاو شواهد لري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په دې هکله زیاتوي:«د داعش د تمویل، تتریب او تولید مرکزونه په بلوچستان او د پاکستان په ځينو نورو سیمو کې دي او فعالیت لري. او داسې ښکاري چې، د دوی تر چتر لاندې د فعالیت کولو اجازه یې هم ترلاسه کړې وي او تخریبي اعمال ترسره کوي. دغه هر څه مستند دي او شواهد یې په لاس کې لرو. او د پاکستان دننه امنیتي او نورې پېښې، دا د هغوی کورنۍ موضوع ده، هغه په افغانستان پورې اړه نه‌لري.»

تر دې مخکې، د پاکستان دفاع وزیر ادعا کړې وه چې، ځینې ترهګرې ډلې، له هغې منځه د داعش خراسان څانګه د افغانستان په خاوره کې فعالیت لري.

خواجه محمد اصف ویلي:«د ملګرو ملتونو د څارونکي ډلې د وروستي راپور له مخې، د پاکستان د طالبانو د تحریک، القاعدې، او د داعش خراسان څانګې په ګډون په افغانستان کې لسګونه ترهګرې ډلې فعالیت کوي. افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د داعش خراسان څانګې د جذب او اسانتیاوو مرکز پاتې شو.»

د سیاسي چارو شنونکی فضل‌الرحمن اوریا طلوع‌نیوز ته وايي:«خلکو په مدني او په ځینو برخو کې په وسله‌واله توګه پاڅون وکړ او نه غواړي چې، د پاکستان اوسني واکمن، په واک کې وي، د دې لپاره چې، د خپلو خلکو پام یې بل خوا ته کړی وي، کله د افغانستان او کله د هندوستان پر ضد داسې تورونه لګوي.»

د دواړو خواوو ترمنځ لفظي ترینګلتیاوو د پاکستاني ځواکونو له لوري د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ له هوایي بریدونو وروسته زور واخیست.

پرون پاکستان د کونړ ولایت پر یوې برخې توپخانه یي برید وکړ چې، اسلامي امارت وغانده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه