د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، ۲۰۲۱ زېږیز کال کې د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ راهیسې افغانستان ته شاوخوا ۶.۷ میلیارده ډالره مرسته راغلې چې، د بشري وضعیت د ښه کېدو په برخه کې یې خورا اغېز کړی دی.
اوچا د تېر زېږیز کال د نومبر میاشتې په راپور کې ویلي، ۲۰۲۳ کال کې نږدې ۲۹.۲ میلیونه افغانانو بشري مرستو ته اړتیا لرله او د خوړو نه خوندیتوب، زده کړو او روغتیایي وضعیت ښه کېدو افغانستان کې حالت تر یوه حده مهار کړی دی.
راپور کې راغلي: « بشردوستانه هڅو د خوړو خوندیتوب په ۴مه کچه کې ۱۴ سلنې او د خوړو نه خوندیتوب د ناورین په ۳مه کچې کې ۸ سلنې کمښت رامنځته کړی دی. د ۲۰۲۴ په نومبر کې تمه وه چې، د خوړو نه خوندیتوب له ۴مې کچې سره د مخ شویو کسانو شمېر ۳.۱ میلیونو ته را کم شي.»
دغو مرستو دغه راز په ۲۰۲۱ کال کې د تر درملنې لاندې پر خوارځواکۍ د اخته ۱.۱ ميلیونه ماشومانو شمېر ۲۰۲۳ کال کې ۲.۲ ميليونو ته لوړ کړی دی.
پر دې سربېره د ۲۰۲۲ په جنوري کې د روغتیایي مرکزونو شمېر له ۴۲۲، د ۲۰۲۳ تر پایه ۹۰۸ مرکزونو ته لوړ شوی چې، د روغتیایي خدمتونو د ښه کېدو لامل شوی دی.
د ۲۰۲۳ کال تر پایه ۱۱.۶ میلیونه کسانو افغانستان کې لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی موندلی چې، دغه شمېر ۲۰۲۱ کې یوازې ۷.۹ میلیونه و.
دغه راپور کې راغلي چې، افغانستان یو له هغو لسو هېوادونو دی چې، له اقلیمي بدلونونو تر ټولو ډېر زیانمن شوی دی.
د یخونو ویلي کېدو، د اوبو سرچینو ته نه لاسرسي او د ۷۵ سلنې شمالي، لویدیځو او سویلي سیمو ځمکې پر دښتو اوښتو بې وزلي رامنځته کړې او خلک یې بې ځایه کړي دي.
اوچا خبرداری ورکړی چې، د مالي امکاناتو کمښت به شته پرمختګونه لمنځه یوسي او بشردوستانه هڅې به له ګواښ سره مخ کړی.
په دې اړه مو اندونه