Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د همکاریو د پراختیا لپاره د اسلامي امارت او بلاروس چارواکو خبرې اترې

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت له لومړي مرستیال سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

شېر محمد عباس ستانکزي کابل ته د خپل بلاروسي سیال سفر د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اړیکو ښه کېدو لپاره مهم بللی دی.

په دې کتنه کې د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له افغانستان سره د همکاریو پراختیا ته د خپل هېواد د لېوالتیا خبره کړې او دواړو لورو هوکړه کړې چې، د همکاریو د پراختیا په تړاو خبرو ته دوام ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مسوول ضیا احمد تکل وویل:«ښاغلي لوکا سویچ د خپل حکومت هغه مثبته اراده څرګنده کړه چې، له مخې یې دوی غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو لپاره بنسټ کېږدي. د ناستو په پای کې دواړو لورو هوکړه وکړه چې، د یادو همکاریو د لا پراختیاوو په موخه به تخنیکي ټيمونه په کابل او مینسک کې خپلو خبرو اترو ته دوام ورکړي.»

د شنې پر ورځ هم د بلاروس د کورنیو چارو وزارت مرستیال د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو له معین سره په کتنه کې د امنیتي مسایلو، له مخدره توکو سره د مبارزې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو په تړاو خبرې کړې وې.

 د  سیاسي چارو ځينې شنونکي د بلاروس او د اسلامي امارت د سرپرست حکومت ترمنځ د همکاریو پراختیا د اسلامي امارت په ګټه بولي.

د سیاسي چارو شنونکی جبار اکبري وویل:«اسلامي امارت باید هڅه وکړي چې، له هر هېواد سره د دوستۍ لاس ورکوي، د خپل تعامل لمن وغوړوي. له نړۍ سره خپلې ډپيلوماټیکې اړیکې پیاوړې کړي او هڅه وکړي چې، د افغانستان لپاره نړۍوالې مرستې جلب کړي.» 

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري هم څرګندوي:«له شک پرته، بلاروس د روسیې تر اغېزې لاندې ده، هر څومره چې، روسیه شین چراغ وښيي، په هماغه اندازه متحدان یې هم لېوالته کېږي.»

د منځنۍ اسیا ځینې هغه هېوادونه چې، له روسیې سره نږدې اړیکې لري، په تېرو درېیو کلونو کې یې له اسلامي امارت سره د اقتصادي اړیکو تر څنګ سیاسي اړیکې هم پراخې کړې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه