Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې کاریګر ماشومان په یخ وهلیو ګوتو د کورنۍ لګښت برابروي

کابل کې د هوا له سړېدو سره سره، لاهم یو شمېر ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

دوی وايي، د مالي کمکونو د کمښت له کبله مجبوره شوي، چې درانه کارونو ته مخه کړي.

کاریګر ماشوم، جواد وايي: «زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې زموږ لپاره کار پیدا کړي یا موږ ته او زما پلار ته معاش راکړي.»

یو بل کاریګر ماشوم، الهام هم وايي: «کار کوم، ترڅو پنځه ډوډۍ کور ته یوسم. زما پلار زوړ دی، موږ دواړه کار کوو، ترڅو د کور لګښت پوره کړو.»

يوه بله کاريګره ماشومه، چې د ډېرې سړې هوا له امله يې د لاسونو رنګ اوښتی، پلار یې ناروغه دی او هغه اړه ده چې، د سړک په غاړه انار وپلوري.
 
هغه ښوونځي ته له تګه پاتې شوې؛ خو بیا هم لوی آرمان یې دا دی چې، ښوونکې شي.

دغه ماشومه چې سربناز نومېږي داسې وايي:  «اړه یم چې راشم او کار وکړم، څو د کور لګښت برابر کړم.»

یوه بله ماشومه، فرزیناز هم وايي:  «کار کوم او د ډوډۍ پیسې کور ته وړم.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت بیا وايي، پر بازارونو په دې موخه څار لري چې، د ماشومانو له لوري د درنو کارونو له ترسره کولو مخنیوی وکړي. 

د دغه وزارت ویاند وايي، له کارونو د بې سرپرسته او بې وزله ماشومانو د لرې ساتلو لپاره په ټولو ولایتونو کې روزنتونونه فعال دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع الله ابراهیمي زیاتوي:  «وزارت له هغه ماشومانو سره لیده کاته کوي چې په سختو کارونو بوخت دي، او مفتشینو او کار ورکوونکو ته لارښوونه شوې چې په سختو کارونو د ماشومانو له بوختولو مخنیوی وکړي.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا تر دې مخکې ویلي وو چې، په افغانستان کې ۱۹ سلنه ماشومان پر کارونو بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه