Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کډوالو د ستونزو پر حل او دوه اړخیزو اړیکو د کابل او تهران ټينګار

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې د ایران له سفیر سره د کتنې پر مهال په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاو پر برابرېدو او د ستونزو پر حل ټینګار کړی.

په دغه کتنه کې دواړه لورو د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پراختیا خبرې اترې کړي دي.

په کابل کې د ایران له سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین په کتنه کې د سیاسي، اقتصادي او  کلتوري اړیکو د پراختیا او  په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوې دي.

علي رضا بیکدلي د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره له شته فرصتونو د ګټې اخیستنې هیله څرګنده کړه او د د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو په پراختیا باندې  ټينګار وکړ.

 د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مسوول، ضیاء احمد تکل په دې اړه وايي: «ده وویل چې د خپل هېواد سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکې به له ګاونډي او ورور هېواد افغانستان سره لا زیاتې پراخې شي او د موجودو فرصتونو په کارولو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر دوام او پراختیا یې ټینګار وکړ.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي هم د ښاغلي بیکدلي د ماموریت په لړ کې د د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په تړاو هیله څرګنده کړه او په ایران کې یې د افغانانو د حضور لپاره د لازمو امکاناتو د برابرېدو او د هغوی د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.

د سیاسي چارو شنونکی، فضل الرحمان اوریا هم وايي:«دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې باید لا پراخې شي، ځینې ستونزې شته چې د ایران نوی حکومت باید هغه حل کړي. له دغو لویو ستونزو یوه د افغان کډوالو موضوع ده، چې باید په ایران کې په عزت ژوند وکړي.»

بل ‌خوا، د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د افغانستان بانک له رئیس سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا، د بانکي اسانتیاوو رامنځته کېدل او د برېښنایي بانکوالۍ پر مختګ مهم وباله او په دې برخه کې یې د پراخو همکاریو ډاډ ورکړ.

د افغانستان بانک سرپرست د کابل او تهران ترمنځ د بانکي اړیکو او همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په پرمختګ کې اغېزناکه وبلله.  

د افغانستان بانک ویاند، حسیب ‌الله نوري بیا وايي: په دې لیدنه کې د افغانستان د ټولو رییس یادونه وکړه چې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره بانکي اړیکې ډيرې مهمې دي او له خپله اړخه یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
د اقتصادي چارو شنونکی، شمس الرحمن احمدزی هم وايي: کولای شو چې په راتلونکې کې د ایران په همکارۍ داسې بانکي سیسټمونه ولرو چې په معیاري بڼه وي څو زموږ هېوادوال وکړای شي په بانکونو کې له خپلې سرمایې په ښه شکل استفاده وکړي. 

علي رضا بیکدلي د روان کال د لیندۍ په څلورم د ایران د سفیر په توګه معرفي شو او د لیندۍ په لسمه کابل ته راورسېد. هغه خپل تر ټولو مهم ماموریت له افغانستان سره د ګاونډیتوب د اړیکو پراختیا وبلله.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه