Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بایډن په افغانستان کې د امریکايي بندیانو پر ایستلو ټینګار وکړ

د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د بندي درېیو امریکایي وګړو له کورنیو سره خبرې کړې دي.

بایډن په دغو خبرو کې کور ته د دغو امریکايي وګړو د بیرته ورګرځولو پر ژمنې ټینګار کړی دی.

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر جو بایدن د هغو درېیو امریکایانو له کورنیو سره خبرې کړې دي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې نیول شوي دي.
 
رویټرز د سپینې ماڼۍ له قوله ویلي، بایدن په دغو خبرو کې د امریکایانو د خوشې کولو لپاره خپله ژمنه بیا تکرار کړې ده.

د سیاسي چارو شنونکی، گل محمد الدین محمدي وايي: «د امریکايي بندیانو پر وړاندې له ګوانتانامو د نیول شويو افغان بندي ازادي یو ښه ګام دی، او دا به د افغانانو او امریکا ترمنځ په اړیکو مثبت اغېز ولري.»

تر دې وړاندې ټلگراف راپور ورکړی و، چې د افغانستان سرپرست حکومت له امریکا سره د بنديانو د تبادلې هوکړه تر په واشنګټن کې د نوي حکومت د کار تر پیولو پورې ځنډولې ده

 د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت هم د بنديانو د تبادلې په تړاو ویلي وو، چې پر دې مسألې خبرې روانې دي، خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

د نړۍوالو چارو شنونکی، واحد فقیري په دې اړه وايي:«کېدای شي طالبان دې په تمه وي چې ښاغلی ټرمپ واک ته راشي او هغوی ځانونه هغه ته وسپاري، څو په یو ډول خپلې اړیکې له ټرمپ سره ښه کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی، نجیب الرحمن شمال هم وايي:«د دې بندیانو تبادله کولی شي له افغانستان اوسنیو واکمنانو سره د امریکا د اړیکو په پراختیا کې رول ولوبوي. په حقیقت کې، دا د اړیکو د پراختیا لپاره یو نښه او شنه څراغ کېدی شي.»

په افغانستان کې د نیول شوي امریکایي وګړي رایان کوربټ د کورنۍ غړو هم ویلي چې غواړي د امریکا له منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره په فلوریډا کې وګوري او د کوربټ د خوشې کولو لپاره ترې مرسته وغواړي.  

د دغه راپور له مخې، د بایډن حکومت له جولای میاشتې راهیسې له سرپرست حکومت سره  مذاکرت پیل کړي دي او موخه یې د محمد رحیم افغاني په نوم د ګوانتامو د زندان له یوه بندي سره د تبادلې په بدل کې د درېیو امریکایي زندانیانو رایان کوربټ، جورج گلزمن او محمود حبیبي د خوشې کېدو د طرحې پلي کول دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه