د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې، په تېرو درېیو میاشتو کې یې د کار ۳۳ زره جوازونه وېشلي دي.
د دغه وزارت ویاند سیمعالله ابراهیمي وايي چې، په دې موده کې، څه باندې ۲۱ زره کسانو په دولتي او نږدې ۱۰ زره نورو په خصوصي ادارو کې کار پیل کړی دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي په دې هکله زیاتوي:«۲۱زره او ۵۶۷ تنه هېوادوال په امارتي ادارو او ۹ زره او ۸۰۹ تنه هېوادوالو ته په خصوصي سکټور کې او همدارنګه ۱۹۲۰ تنو بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه وېشل شوي دي.»
بې وزلي او بې روزګاري هغه ستونزې دي چې، له تېرو څو کلونو راهیسې افغانستان ورسره مخ دی. د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي، په هېواد کې د ډېر کاري فرصتونو د رامنځته کېدو غوښتونکي دي.
۲۷ کلن فهیم چې، د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د سړک پرغاړه توکي پلوري له اسلامي امارته وغوښتل:«زما غوښتنه دا ده چې، دولت باید موږ ته د کار زمینه برابره کړي. هر چاته یې د تحصیلي کچې پر بنسټ کار برابر کړي. زه له سهاره تر ماښامه د سړک پر غاړې توکي پلورم، د ورځې ۲۰۰ افغانۍ هم نهشم پیدا کولای.»
د اقتصادي چارو ځينې شنونکی هم د کورنیو او بهرنیو پانګونو له لارې د کاري فرصتونو پر رامنځته کېدو ټینګار کوي.
د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصیر رښتیا په دې هکله وویل:«د کار او ټولنیزو چارو محترم وزارت دې هڅه وکړي چې، له هېواده بهر افغان کارګرو ته د کار زمینه برابره کړي او له بلې خوا، دا چې، افغانستان له بده مرغه مسلکي او تخنیکي کارګران نهلري، د بهرنیو کارګران د راتګ په برخه کې دې هڅه وشي.»
تر دې مخکې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي و چې، په راتلونکو پنځو کلونو کې به، په بېلابېلو برخو کې ۱٫۵ مېلیونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
په دې اړه مو اندونه