Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لاوروف: له ترهګرۍ سره مبارزه سیمه‌ییزې همکارۍ ته اړتیا لري

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په یوې خبري غونډه کې چې، په ۲۰۲۴ کال کې د مسکو پر بهرني سیاست متمرکزه وه، له ترهګرۍ سره د سیمې هېوادونو پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

سرګي لاوروف ویلي، اړتیا ده چې، د شانګهای غړي هېوادونه په ځانګړې توګه افغانستان، پاکستان او هند له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې سره همغږي شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل:«له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د عملي همکارۍ دوه اړخیزه لېوالتیا شته، پاکستان هم له دې زیان سره مخ دی؛ خو له ترهګرۍ سره مبارزه د افغانستان له ګاونډیانو، هند او د شانګهای د همکاریو سازمان له ټولو غړو سره همغږي ته اړتیا لري.»

د روسيې د بهرنيو چارو وزير د خپلو خبرو په بله برخه کې د افغانستان په ګډون د سيمه‌ييزو مسايلو په حل کې د مسکو فورم او د شانګهاى د همکاريو سازمان رول مهم وباله او زياته يې کړه چې، مسکو په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.

سرګي لاوروف وویل:«د افغانستان په اړه د شانګهای د همکارۍ سازمان او د مسکو فورم یو بل چوکاټ دی چې، پاکستان، هند او چین په کې ګډون کولای شي. موږ له هرې ممکنې لارې مرستې ته چمتو یو. دا د سیمې د هېوادونو او د شانګهای د همکارۍ سازمان په ګټه دی.»

له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په اړه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې، د دغه هېواد ولسمشر هم د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې په پای کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې سرپرست حکومت د مسکو متحد بللی وو.

ورته مهال، سرپرست حکومت وايي چې، د پولو د امنیت د ټينګښت او له بېلابېل قاچاق سره یې مبارزه کړې او له ترهګرۍ سره ټولیزه مبارزه هم مهمه ده. 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي:«اسلامي امارت کوټلي او ګړندي ګامونه اخیستي او لا هم دغه هڅې روانې دي، د سیمې د امنیت او د مشترکو ننګونو په اړه باید ټول هېوادونه خپل مسوولیتونه ادا کړي.»

د نظامي چارو شنونکی زلمی افغانیار په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«هیله لرم چې، د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم دې پایلې ته رسېدلي وي چې، ترهګري یوه نړۍواله ښکارنده ده. نو هڅه دې نه‌کوي چې، له خپلو څرګندونو سره یوازې افغانستان په نښه کړي.»

روسیه سرپرست جکومت ته یو له نږدې هېوادونو دی او پر سیاسي او اقتصادي اړیکو سربېره غواړي د اسلامي امارت د چارواکو نومونه هم له ممنوعه نوملړه وباسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه