جرمني، اتریش، هالنډ او کاناډا له اسلامي امارته غوښتي چې، پر ښځو اوسني بندیزونه لرې کړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې، اسلامي امارت دې، په نړۍوالو قوانینو کې د افغانستان پر ژمنو عمل وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي:«موږ بیا ځلې او ژر تر ژره له افغانستان او د طالبانو له دولته غواړو چې، په نړۍوالو قوانینو کې د افغانستان پر ژمنو عمل وکړي او د ښځو او نجونو پر وړاندې ټول محدودیتونه لغوه کړي، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې، باید نور د زدهکړو له حقه بې برخې نهشي.»
د قابلهګۍ څانګې زدهکړیاله فضیله طلوعنیوز ته وايي:«کابو یوه میاشت کېږي چې، انسټېټيوټونه یې د نجونو پر مخ تړلي دي. زه د قابلهګۍ څانګې زدهکړیاله وم. زما غوښتنه دا ده چې، ټولې ښځې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړی شي.»
د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو ډولونو د له منځه وړلو په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون یو له مهمو نړۍوالو سندونو دی چې، د ښځو د بشري حقونو ملاتړ کوي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې، افغانستان هم د دغه کنوانسیون یو له لاسلیک کوونکو هېوادونو دی او اسلامي امارت باید په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته له دغه کنوانسیونه پیروي وکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې یوې برخه کې راغلي:«جرمني، اتریش، هالنډ او کاناډا پرېکړه کړې چې، د ملګرو ملتونو له خوا تصویب شوي "د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د لهمنځه وړلو کنوانسیون" څخه د سرغړونې په تور د افغانستان له سرپرست حکومته ځواب وغواړي.
اروپايي هېوادونو او کاناډا اسلامي امارت تر پوښتنې لاندې راوستی؛ ځکه د دوی په وینا په افغانستان کې د ښځو حقونه په جدي توګه تر پښو لاندې کېږي.»
د پوهنتون استاده بهاره عطايي طلوعنیوز ته وايي:«د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره، یو تر ټولو مهم سند، د ښځو پر ښځو پر وړاندې د تبعیض د لهمنځه وړلو کنوانسیون دی چې، د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې، افغان ښځې له حده زیاتو محدودیتونو سره مخ دي. د دغو محدودیتونو د حل لپاره، په سیاسي، اقتصادي، کلتور او ټولنیزو برخو کې د تبعیض د لهمنځه وړلو لپاره د دغه کنوانسیون عملي کولو ته اړتیا ده.»
اسلامي امارت لا تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي؛ خو تر دې مخکې یې په وار وار په ډاګه کړې چې، په افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونه د اسلامي قوانینو پر بنسټ خوندي دي.
په دې اړه مو اندونه