Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سردار احمد شکېب له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغان کډوالو ملاتړ وکړي

پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست دغه هېواد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له استازي سره په کتنه کې له دغې کمېشنرۍ غوښتي چې، پاکستان کې له افغان کډوالو ملاتړ وکړي.

دې کتنه کې سردار احمد شکېب پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو پر دوام او له هغو سره پر ناوړه چلن د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، د دغه هېواد پولیس هغه افغانان هم نیسي چې، د اوسېدو قانوني اسناد لري.

هغه ویلي، پاکستاني پوليس د افغان کډوالو کورونه لټوي او ځينې وخت له هغوى د بډو او زياتو پيسو غوښتنه کوي.

سردار احمد شکېب و ویل: « زموږ د کتنې موخه دا وه چې، افغان کډوال اسلام اباد او نږدې سیمو کې له ستونزو سره مخ دي، اسلام اباد او راولپېنډۍ کې د پولیسو له لوري ځورول کیږي او مهمه مسله دا چې دوی ته کم وخت ورکړل شوی چې له اسلام اباد او راولپېنډۍ و وځي او پر همدې موضوعاتو مو خبرې وکړې.»

پاکستان د جنورۍ له لومړۍ نیټې راهیسې دغه هیواد کې پر افغان کډوالو بندیزونه زیات کړي دي.
 
ځینې کډوال وايي، دغې چارې دوی له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

په پاکستان کې افغان کډوال، شیراز ساپي و ویل: « افغانان باید ونه ځورول شی، د ویزې په برخه کې ستونزې دي چې باید حل شي. زما ډېر خپلوان افغانستان کې دي، ویزې تر ۱۵۰۰ ډالرو لوړې شوې دي.»

بل کډوال، نور الله زاخېل و ویل:« پولیس افغانان ځوروي، سربېره پر دې چې، کارت لري، ورته وایي، د کارت وخت دې تېر دی. څوک ښار او بازار ته نشي تللی.»

د سیاسي چارو کارپوهان بیا په دې باور دي چې، پاکستان وخت ناوخت په سیاسي اړیکو کې د ستونزو له امله دغه هېواد کې پر افغان کډوالو فشارونه زیاتوي.

د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پیګیر په دې اړه و ویل: « پاکستانیان پر افغانانو له هیڅ فشار دریغ نه کوي. بمبار یې وکړ، توغندي یې را و ویشتل، کډوال را وباسي او د رایستلو سربېره یې توکي ترې اخلي.»

تېره ورځ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و چې، ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د اسلامي امارت، د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه