Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حماس او اسراييل ترمنځ د اوربند تړون ته نړۍوال غبرګونونه

په غزه کې د حماس غورځنګ او اسراییلو تر منځ د اوربند هوکړې ګڼ نړۍوال غبرګونونه هم له ځانه سره درلودل.

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان، سعودي عربستان، پاکستان، ترکیې، جرمني، فرانسې، جاپان، اسڼرالیا او یو شمېر نورو هېوادونو د حماس غورځنګ او اسراییلو تر منځ د اوربند له هوکړې هرکلی کړی دی.

د حماس او اسراییلو تر منځ د اوربند د هوکړې له اعلان وروسته، فلسطینیان په خوشحالۍ او جذبه سړکونو ته راووتل او دغه پېښه یې د وروستیو تاوتریخوالو د کمولو لپاره د یو مهم ګام په توګه ونمانځله.

د غزې یوه اوسېدونکې وايي: «موږ له دې هوکړې ډېر خوښ یو. دا هوکړه موږ ته د غزې د راتلونکي لپاره هیله راکوي. دا هوکړه ډاډ ورکوي چې نور به وژنې نه وي.»

د حماس او اسراییلو ترمنځ اوربند پراخ نړۍوال غبرګونونه هم را پارولي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی کړی او د دې هوکړې پر بشپړ پلي کېدو یې ټینګار کړی دی.

د ملګروملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوترش وايي: «زه د دې هوکړې په مسوده کې د مصر، قطر او د امریکا د متحدو ایالتونو د منځګړیتوب د دوامداره هڅو ستاینه کوم. دې پرمختګ ته د رسېدو په موخه د ډیپلوماټیک حل موندلو لپاره د دوی نه ستړي کیدونکي ژمنې خورا مهمې دي. زه له ټولو ښکېلو اړخونو غواړم چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.»

ترکيې، پاکستان، جرمني، ايټاليا، فرانسې، جاپان، اسټراليا او د نړۍ يو شمېر نورو هېوادونو هم د حماس او اسرایيلو ترمنځ د اوربند د هوکړې ستاينه کړې ده.

د اسټرالیا لومړي وزیر، انتوني البانیزي هم وايي: «د اسټرالیا حکومت په دوامداره توګه د اوربند او د یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره د نړۍوالو غوښتنو برخه وه. دا هوکړه په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره یو رغنده ګام دی.»

اسلامي امارت هم حماس ته له اسراييلو سره د اوربند په اړه مبارکي وويله او په دې برخه کې يې د امريکا، مصر او قطر د هڅو ستاينه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي چې د پخوانیو هوکړو له مخې باید نړۍواله ټولنه ډاډ ترلاسه کړي چې اسراییل به د اوربند دغې هوکړې ته ژمن پاتې کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس، ضیا احمد تکل په دې اړه وايي: «د اوربند دغه هوکړه د فلسطیني ولس د افسانوي زغم او د غزې په تړانګه کې د زړور مقاومت د څه پاسه ۱۵ میاشتو تاریخي مبارزې او قربانیو پایله ده.»

د غزې په تړانګه کې د اوربند وروستي پړاو خبرې د روان کال د جنورۍ په درېیمه د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوې.
په پای کې له دوو اوونیو خبرو وروسته حماس او اسراییلو په غزه کې پر اوربند او د یرغمل شویو بندیانو پر خلاصون هوکړه وکړه.

اسلامي امارت هم حماس ته له اسراييلو سره د اوربند په اړه مبارکي و ويله او په دې برخه کې يې د امريکا، مصر او قطر د هڅو ستاينه وکړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه