کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او اروپایي ټولنې افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو او ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو کې د افغان کډوالو او کوربه ټولنو د ملاتړ په موخه تازه هوکړه لاسلیک کړې ده.
د هوکړې لمخې، دې پروژې ته ۳۶ میلیونه یورو ځانګړې شوې دي.
دغه پروژه کې به د ټولنیز ادغام، مسلکي روزنې او کارموندنې فرصتونو په ګډون پر دوامداره حل لارو تمرکز وشي.
افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې چارسمبالې، ورونیکا بوسکوویچ پوهار وویل:« اروپایي ټولنه به د افغان بېځایه شویو پیاوړي ملاتړ ته دوام ورکړي. له یو ان اچ سي ار سره دغه تازه مرسته د کډوالۍ په برخه کې د اروپایي ټولنې د پراخو هڅو یوه برخه ده.»
د اروپایي ټولنې د خبرپاڼې لمخې، افغانستان د نړۍ په کچه د ۲.۶ میلیونه کډوالو په لرلو سره یو له تر ټولو لویو کډوالو ټولنو څخه دی، چې ۲.۲ میلیونه افغان کډوال ایران او پاکستان کې اوسیږي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازي، عرفات جمال و ویل: « له اروپایي ټولنې سره دغه اوږدمهاله همکاري د افغان راستنېدونکو او د کوربه هېوادونو کې د کډوالو د ملاتړ په برخه کې یو مهم ګام دی.»
خبرپاڼه کې ویل شوي چې، د ماشومانو کار، تاوتریخوالی او پر ښځو محدودیتونه د افغانانو د کډوالۍ مهم لاملونه دي.
په دې اړه مو اندونه