Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

برېټانیا، افغانستان کې د ښځو حقونو رعایت لپاره له نړۍوالو هڅو سره یوځای شوه

د برېټانیا دولت هم له هغو هېوادونو سره یوځای شو چې، په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقض دوسیه یې د عدالت نړۍوالې محکمې ته راجع کړې ده.

د برېټانیا د ښځو او برابرۍ په چارو کې د دولت وزېرې د دغه هېواد په پارلمان کې ویلي چې، هېواد یې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په تړاو ژوره اندېښنه لري.  

د برېټانیا د ښځو او برابرۍ په چارو کې د دولت وزیره انلیس ډاډز وايي:«موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د وحشتناکې کمزورتیا په تړاو په ژوره توګه اندېښمن یو او د فشار اچولو لپاره د هرې شونې لارې په لټه کې یو. زه پارلمان ته یادونه کوم چې، د جنورۍ پر ۹مه مې اعلان وکړ چې، برېټانیا په رسمي ډول د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامله شوې چې، د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د لمنځه وړلو له کنوانسیونه د سرغړونې له امله د عدالت نړۍوالې محکمې ته د افغانستان د دوسیې د ارجاع کولو د طرحې په تړاو سیاسي ژمنه کوي.»

محصله هدیه د طلوع‌نیوز خبریالې ته ویلي:«په دغو شرایطو کې د ټولو افغان ښځو غوښتنه دا ده چې، درس ولوستلای شي او کار وکړي؛ ځکه دا افغان ښځو انساني حق دی چې، زده‌کړې وکړي او کار ته لاسرسی ولري.»

د ښځو د حقونو فعاله عالم تاب رسولي هم څرګندوي:«د اسلامي امارت حکومت د دغو محدودیتونو او محرومیتونو پر لېرې کولو مکلف دی. ملګري ملتونو هم مکلف دي چې، په دې برخه کې عملي ګام پورته کړي.»

برېټانیا په داسې حال کې له دغو هېوادونو سره یو ځای کېږي چې، پرون اسلامي امارت پر بشري حقونو د څار بنسټ د راپور په غبرګون کې ویلي و چې، په هېواد کې د هېڅ یوه وګړي د حقونو پر وړاندې اقدام نه‌دی شوی.
 
د سیاسي چارو شنونکي سلیم پیگیر ویلي چې، په افغانستان کې باید له سرپرست حکومت سره تعامل وشي:«فشار راوړل کومه پایله نه‌لري، ښه دا ده چې، تعامل وشي او د افغانستان اسلامي امارت هم د افغانستان د خلکو او نړۍوالې ټولنې پر حقه غوښتنې ومني.»

 دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د نړیوالې جنایي محکمې څارنوال کریم خان ویلي و، شپږو هېوادونو ترې غوښتي چې، د افغانستان په تړاو د خپلو څېړنو د یوې برخې په توګه پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د افغان ښځو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو په تړاو څېړنې وکړي. د چیلي، کاسټاریکا، اسپانیا، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو حکومتونه هغه شپږ هېوادونه دي چې، دا بهیر یې پیل کړې او ورپسې نور هېوادونه هم ورسره یو ځای شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه