د ډانلډ ټرمپ، د ملي امنیت سلاکار مایک والټز، ویلي چې، د امریکا په راتلونکي حکومت کې به، امریکايي ځواکونه بیاځلې، افغانستان ته ستانه نهشي.
واشنګټن پوسټ د ښاغلي والټز له قوله لیکلي چې، افغانستان هغه ته اوس هم ډېر اهمیت لري او همداراز یې پر امریکا د راتلونکو احتمالي بریدونو د مخنيوي په موخه په افغانستان کې د اطلاعاتي وړتیاوو پر ښه کېدو ټينګار کړی دی.
مایک والټز په دې هکله وویل:«د ټرمپ دولت به اطلاعاتي او د ترهګرۍ ضد سازمانونو ته ډېر پام ولري او دا چې، باید څه ډول سترګې او غوږونه مو پرانیستې وي چې، بیا ځلي د نړۍ له هماغې برخې متعجب نهشو. زه دا دغه ډول نه تعبیروم چې، موږ بېرته ولاړ شو او په کندهار کې وجنګېږو.»
د سیاسي چارو شنونکی محمد اسلم دانشمل وايي:«د بهرنیو چارو وزارت پالیسيو جوړونکي بنسټونه باید هوښیار وي چې، افغانستان وژغورل شي او بیاځلې د زبرځواکو د سیالۍ په ډګر بدل نهشي.»
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي و چې، افغانستان د امریکايي خواکونو له وتلو وروسته، د ترهګرو پر پټنځای نهدی بدل شوی او له دغه هېواده امریکا ته هېڅ ګواښ متوجه نهدی. بایډن زیاته کړې وه چې، واشنګټن کولی شي، افغانستان له لرې هم اداره کړي.
د سیاسي چارو شنونکی جنت فهبم چکري په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«افغانستان د امریکا د بهرني سیاست په څنډه کې دی؛ باید د هغوی د پاملرنې پر مرکز بدل شي. دا موضوع په دې پورې تړاو لري چې، څه ډول کولای شو خپل بهرنی سیاست مدیریت کړو چې، امریکا متقاعده کړو چې، له سیاسي پلوه ګټې یې په افغانستان کې خوندي دي.»
د پوځي چارو شنونکی سرور نیازی هم څرګندوي:«امریکایان پوهېږي چې، د پوځي زور په وسیله نهشي کولای خپلو موخو ته ورسېږي؛ نو د نورو لارو د موندلو په لټه کې دي.»
په افغانستان کې د امریکا د اطلاعاتي وړتیاوو د ځواکمنتیا په تړاو د ډانلډ ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې، ټاکل شوې، د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د ډانلډ ټرمپ په مشرۍ نوی دولت خپل کار پیل کړي او لا تر اوسه د افغانستان پر وړاندې د ټرمپ بهرنی سیاست ناروښانه دی.
بلخوا، د افغانستان سرپرست حکومت بیا له ډانلډ ټرمپه غوښتي چې، د افغانستان پر وړاندې د امریکا پر پالیسیو بیا کتنه وکړي.
په دې اړه مو اندونه