Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ستانکزی: د هېواد له ۲۰ مېلیونه نفوس سره بې‌عدالتي کوو

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین، شېرمحمد عباس ستانکزي، د هېواد ښځو ته په خطاب کې وايي چې، د هېواد د ۲۰ مېلیونه وګړو پر وړاندې بې‌عدالي شوې ده.

ښاغلي ستانکزي، په خوست ولایت کې د یوې دیني مدرسې په فراغت‌غونډه کې د وینا پر مهال‎، د نجونو زده‌کړو پر بندیز نیوکه کړې او ویلي یې دي چې، دا کړنه د شریعت په مطابق نه‌ده.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزی وايي:«نن موږ په څلوېښت مېلیونه نفوس کې، شل مېلیونه سره بې‌عدالتي کوو. ایا موږ به د قیامت په ورځ دغسې راپورته نه‌شوو؟ چې، ټول به فلج یو. ټول حقوق مو ترې تلف کړي، میراث نشته، د خاوند د تعین حق نشته، په بدو کې یې ورکوو، تعلیم ته یې نه‌پرېږدو، مسجد ته یې نه‌پرېږدو، د پوهنتون او ښوونځي دروازې پرې بندې دي او مدارسو ته یې هم نه‌پرېږدو.»

شېر محمد عباس ستانکزی په خوست کې د دستاربندۍ په مراسمو کې وایي چې د نجونو پر مخ د علم د زده کړې د دروازو د تړلو لپاره هېڅ پلمه نشته.

نوموړی د اسلامي امارت له مشرانو غواړي چې د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې پرانېزي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین زیاتوي:«د امارت له مشرانو نه زموږ دا تقاضا ده چې، د تعلم دروازې باید خلاصې کړي، دې ته هېڅ پلمه نشته، نه‌به وي او نه به یې کوي. د جناب رسول‌الله (ص) په وخت کې د نروو او ښځو پر مخ د علم دروازې خلاصې وې.»

په دغه پروګرام کې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د دیني علومو ترڅنګ، عصري علوم مهم بولي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په دې هکله زیاتوي:«اوس د ټکنالوژۍ وخت دی، کوښښ وکړئ چې، له معاصرو زده‌کړو او اړتیاوو سره هم ځانونه بلد کړئ چې، په واقعي توګه د دین او ولس خدمت وکړای شئ.»

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور چې، په دغې غونډه کې یې ګډون کړی و، وايي:«اې معززو مشرانو خپل وحدت وساتئ په یووالي او وحدت کې زموږ کامیابي ده. د قومونو په یووالي کې، د صنوفو په یووالي کې او د دغو علمای کرام چې، فارغ شوي دي.»

د عصري زده‌کړو پر کولو د اسلامي امارت د چارواکو ټينګار په داسې حال کې دی، چې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې تر امر ثاني پورې ښوونځيو ته له تګه منعه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه