د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د نجونو د زدهکړو په تړاو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي څرګندونې هیله بښونکې بللې دي.
ښاغلی خلیلزاد د شېرمحمد عباس ستانکزي او د ښځو د زدهکړو د مقام په تړاو د اسلامي هېوادونو وروستۍ غونډه، د زدهکړو په برخه کې، دوه هیله بښونکي بدلونونه ګڼي.
د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی وايي:«په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زدهکړو لپاره دوه هیله بښونکي بدلونونه، ۱- د نجونو د زدهکړو په تړاو د نړۍوال اسلامي کنفرانس لخوا د یوې مهمې اعلامیې خپرېدل چې، پکې یادونه شوي، په اسلام کې نجونې هم د هلکانو په څېر په ټولو کچو کې د زدهکړو حق لري. ۲- د طالبانو یوه مهم مشر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ښاغلي ستانکزي چې، د امریکا - طالبانو په مذاکراتو کې یې مهم رول درلود، د طالبانو د مشرتابه لخوا د نجونو پر زدهکړو بندیز ظالمانه، ناعادلانه، ناسم او د شل مېلیونه افغان نجونو د حقونو نقض وباله.»
ښاغلي خلیلزاد یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونیزو بنسټونو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.
هغه همدارنګه لیکلي:«افغان دیني عالمان، د طالبانو هغه مشران چې، په خصوصي توګه وایي د نجونو او ښځو د لوړو زدهکړو له بندیز سره مخالف دي او ټول وطنپال افغانان باید دغه کار ترسره کړي. لېسې او پوهنتونونه باید د نوي کال له پیلېدو سره سم، د مارچ پر ۲۱مه بېرته پرانیستل شي.»
حقوق پوه سید مقدم امین وايي:«په اوسنیو شرایطو کې د ښاغلي ستانکزي دریځ نیونه، طبیعي ده چې، پر ملي او نړۍواله کچه په عمومي ذهنیت اغېزناکه وي. یعنې مهفوم یې دا دی چې، نظام د پخوالي په لور روان دی، او زه ډاډه یم چې، افغانستان د مثبتو کارونو په لور روان دی، که هغه د زدهکړو په برخه کې وي او که د بشري حقونو او امنیت د ټینګښت په برخه کې.»
بلخوا، ځینې زدهکوونکې او محصلانې یوځل غوښتنه کوي چې، له ځنډ پرته دې د دوی پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.
زدهکوونکې سارې طلوعنیوز ته وویل:«د نجونو پر مخ دې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې دې پرانیزي چې، نجونې خپلو هیلو ته ورسېږي.»
له دې سره هممهاله، د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د خپل ماموریت د پای ته رسېدو په اعلانولو سره له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې چې، د افغان ښځو او نارینهوو ترڅنګ ودرېږي.
اغلې امیري زیاتوي:«موږ باید کار ته دوام ورکړو څو طالبان قانع کړو چې، هغه زیان اړونکي فرمانونه لغوه کړي چې، ښځې او نجونې یې له واک لرلو، خوځښت، زدهکړو، «معیشت، غږ او ژغورونکو طبي موسسو ته له لاسرسي محرومې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې د څه باندې څلوېښتو اسلامي هېوادونو استازو د ښځو د زدهکړو د حق په تړاو غونډه کې د نجونو زدهکړې نه یوازې یو شرعي حق بلکې یوه مهمه ټولنیزه اړتیا بللې وه.
په دې اړه مو اندونه