ایران د کابل او تهران د استخباراتي بنسټونو ترمنځ د یوې مستقیمې ارتباطي لارې پر رامنځته کېدو ټینګار کړی.
د راپورونو لمخې، د اسلامي امارت پلاوي هم د تخصصي برخو ترمنځ مستقیمه اړیکه یو اغېزناک ګام بللی دی.
د ایران د رسنیو د راپور له مخې، د عبدالمالک حقاني په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي د دواړو هېوادونو د ځانګړو څانګو ترمنځ د مستقیمو اړیکو رامنځته کېدل د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د وګړو د اړوند چارو او حقوقي او قضایي برخو په ګډون د ګډو مسایلو د حل تر ټولو اغېزناکه لار بللې ده.
د ایرنا راپور په یوه برخه کې راغلي: «پورجمشیدیان د دواړو هېوادونو د استخباراتي، امنیتي او انتظامي ادارو ترمنځ د مستقیم اړیکو د یو کانال جوړېدل د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره اغېزناکه بللې ده.
زلمی افغانیار، چې د نظامي مسایلو کارپوه دی، وايي: «یوازنی د اړیکو چینل، د یو بل د قوانینو او مقرراتو متقابل درناوی دی. هیله لرم چې ایرانیان یو سیاسي باثباته افغانستان د خپل ګاونډي په توګه ومني. هغه پلاوی چې د سترې محکمې له لوري استول شوی، له دې وروسته باید موږ د افغانانو د اعدام شاهدان نه اوسو.»
سترې محکمې هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اسلامي امارت پلاوي د ایران د عدلیې وزارت له مرستیال سره د افغان بندیانو د لېږد او د دواړو هېوادونو د انټرپول پولیسو ترمنځ د همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.
د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیګیر په دې اړه وايي: موږ له ایرانیانو سره د هغو کډوالو او بندیانو په اړه ستونزې لرو چې په ایران کې دي، چې یوازې د خبرو اترو له لارې یې حل کولی شو.»
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم د اسلامي امارت پلاوي د ایران د قضایه قوې د نړۍوالو چارو له مرستیال سره په کتنه کې د هغو افغانانو د نوملړ غوښتنه کړې وه چې پر اعدام محکوم شوي او د هغوی د اعدام د مخنیوي لپاره یې د بدیلو لارو د موندلو غوښتنه کړې وه.
په دې اړه مو اندونه