Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د بندیانو تبادله

اسلامي امارت له دوو امریکايي بندیانو سره د یوه افغان بندي له تبادلې خبر ورکوي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې، د امریکا له لوري ازاد شوی بندي خان محمد نومېږي چې، د امریکا په کلېفورنیا ایالت کې په بند کې و.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل وایي، دا تبادله د قطر په منځګړیتوب ترسره شوې او اسلامي امارت د متحده ایالتونو هغو اقداماتو ته چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کولو ته لار هواروي، مثبت نظر لري.  

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس په دې هکله وايي:«اسلامي امارت د امریکا متحده ایالاتونو هغو اقداماتو ته په مثبت نظر ګوري چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو له عادي کېدو او په پراختیا سره مرسته کوي.»

که‌څه هم اسلامي امارت د امریکايي وګړو د هویت په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو ځینو امریکايي رسنیو ویلي چې، د رایان کوربټ او ویلیام مک‌کېنټي په نومونو دوه امریکايي وګړي د جو بایډن د ولسمشرۍ په وروستیو ساعتو کې د اسلامي امارت له بنده ازاد شوي دي.

د رایان کوربټ کورنۍ د هغه په خوشې کولو کې د قطر هڅې ستایلې دي.  

د سي‌ان‌ان د راپور په یوې برخه کې راغلي:«طالبانو ومنله چې، په افغانستان کې نیول شوي دوه امریکایان د طالبانو له یوه غړي سره چې، په متحده ایالتونو کې پر عمري بند محکوم شوی و، تبادله کړي. خو د تمې خلاف ځنډ (تر یوه بریده د واشنګټن او کابل د خرابې هوا له امله) رامنځته شو او هغه مهال چې، ډونالډ ټرمپ رسماً سپینې ماڼۍ ته راستون شوی و، دوه خوشې شوي امریکایان رایان کوربټ او ویلیام مک‌کنټي خپل کورته د ستنېدو پر لار وو. په بدل کې یې د طالبانو غړی خان محمد چې په ۲۰۰۸ کې د نشه‌يي توکو اړوند جرمونو له امله محکوم شوی و، تبادله شو.»

د نظامي چارو شنونکی زلمی افغانیار هم په دې هکله وايي:«دا چې، د ډیپلوماټيکو خبرو اترو پر بنسټ بندیان تبادله شوي، یو مثبت ګام شمېرل کېږي. د ټولو تقابلونو لپاره کولای شو چې، د خبرو اترو له لارې حل پيدا کړو. هیله لرو چې، د دغو خبرو اترو په دوام کې افغانستان له انزوا ووځي.»

د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د بندیانو دا تبادله داسې مهال ترسره کېږي چې، تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې، د رایان کوربټ، جورج ګېلزمن او محمود حبیبي په نوم درې امریکايي وګړي د اسلامي امارت په بند کې دي او دا مسئله یې له سرپرست حکومت سره د امریکا په تعامل کې لوی خنډ بللی و.

د سیاسي چارو شنونکي سید قریب‌الله سادات په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«هیله لرو چې، د بندیانو مسئله او د افغانستان او امریکا ترمنځ ټولې ننګونې د تفاهم له لارې حل شي. دا بهیر کولای شي د غلط فهمیو په حل کې مرسته وکړي.»

د متحده ایالتونو د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، خان محمد د ۲۰۰۶ کال د اکټوبر پر ۲۹مه د نشه‌‌يي توکو اړوند جرمونو په تور په ننګرهار ولایت کې نیول شوی و. نوموړی د ۲۰۰۷ کال په نومبر میاشت کې له افغانستانه متحده ایالتونو ته ولېږدول شو او په ۲۰۰۸ کال کې دوه ځله په عمري بند محکوم شوی و.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه