د امریکا متحده ایالاتو کې پر عمري بند محکوم افغان خان محمد د سرپرست حکومت د هڅو په پایله کې ازاد شو.
۵۵ کلن خان محمد د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی، په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې د جلال اباد ښار په هډې فارم سیمه کې د امریکايي ځواکونو له لوري د نشهيي توکو د کاروبار او د ننګرهار پر هوايي ډګر د برید پلانولو په تور نیولی و او په کلېفورنیا ایالت کې پر عمري بند محکوم شوی و.
خان محمد چې، نن په ننګرهار کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو، وايي:«مخدره مواد خرڅوې پیسې یې اسلامي امارت ته ورکوې او بل راته یې ویل چې، تا یوه غټه دسیسه چې، د ننګرهار په هوايي ډګر کې د برید پلان درلود چې، امریکايي ځواکونه پهکې مړه شي، په یادو جرمونو متهم شوی وم او دوه وارې راباندې د عمر قید سزا واوروله.»
د نوموړي د کورنۍ غړي وايي، له اوږدو کلونو وروسته یې د پلار په غېږ کې د ارام ساه واخیسته؛ خو په خبره یې هغه بېګناه و او د امریکا حکومت باید ورته غرامت ورکړي.
د خان محمد مشر زوی رفیعالله طلوعنیوز ته وویل:«تر اخره پورې هېڅ جرم ثابت نشو، شل کاله یې بې ګناه په زندان کې تېر کړل، غوښتنه مو داده چې، موږ ته د دې غرامت راکړي چې، ولې زما پلار دومره وخت په زندان کې بېګناه پروت و.»
په همدې حال سیمهییز مسوولان وايي، سرپرست حکومت به په بهرنیو او ګاونډیو هېوادونو کې د ټولو افغان بندیانو د خلاصون لپاره هڅو ته دوام ورکوي.
د ننګرهار د والي مرستیال عزیزالله مصطفی په دې هکله وویل:«حاجي محمد رحیم په نوم یو بل بندي په اړه هم اسلامي امارت کوښښ کوي چې، هغه هم راخلاص او خپلې کورنۍ ته راستون شي.»
خان محمد داسې مهال د امریکا د کلېفورنیا ایالت له زندانه خوشې کېږي چې، لاهم په ګونټانامو زندان کې د رحیمالله افغاني په نوم یو بل افغان هم د بند شپې او ورخې تېروي چې، سرپرست حکومت یې د خلاصون په تړاو هڅې کوي.
په دې اړه مو اندونه