د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي ویلي چې، د اسلامي امارت دنده د نړۍ قانع کول نه؛ بلکې د اسلامي شریعت پلي کول دي.
ښاغلي شرعي همدارنګه زیاته کړې چې، د نظام ساتنه او د اداري چارو مخته بیول، قوانینو او نورو تقنیني اسنادو ته جدي اړتیا لري او دولتي ادارې باید په دې برخه کې، د اسلامي امارت د مشر د فرمان پلي کولو ته جدي پاملرنه ولري.
د عدلیې وزارت ویاند برکتالله رسولي په دې هکله وايي:«هغه همدارنګه زیاته کړه چې، زموږ دنده نړۍته قناعت ورکول نه؛ بلکې د اسلامي شریعت پلي کول دي.»
د نړیوالو اړیکو شنونکی ویس ناصري هم په دې هکله وايي:«افغانستان یوازې نهدی باید د بشري کورنۍ غړی وي. د افغانستان دولتونه باید نړۍ او د افغانستان خلکو ته ځواب ویونکي وي.»
ښاغلي شرعي زیاته کړې چې، د نظام ساتنه او د ادارو پرمخ بیول قوانینو او نورو تقنیني اسنادو ته جدي اړتیا لري او دولتي ادارې باید داسې قانون جوړولو ته چې، د اسلامي امارت د مشر له فرمانونو سره سمون ولري، ځانګړې پاملرنه ولري.
د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري وايي:«په اداري برخو کې، مسلکي او علمي نخبګان او تخصصي کسان اداري موضوعګانې مخته وړي او د ایډیالوژۍ په برخه کې، خلک د شریعت تطبیق ته مکلف دي او باید د بل چا د امر پيروي ونهکړي.»
د عدلیې وزارت د اعلامیې له مخې، د دغه وزارت د تقنیني چارو عمومي رییس ټینګار کړی چې، د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د قانون جوړونې په بهیر کې پراخ او مثبت بدلونونه راغلي دي او اوسني ټول قوانین د دیني عالمانو او متخصصینو له خوا د فقهي سرچینو په رڼا کې جوړېږي.
په دې اړه مو اندونه