کونړ کې د ٤٠ اعشاریه څلور میلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې وپلورل شوې.
دا ډبرې د ځايي مسوولینو او سوداګرو په حضور کې وپلورل شوې چې له درکه یې څه باندې څلور میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته وسپارل شول.
د کونړ مرکز اسعداباد ښار کې د ښاروالۍ پر مټ د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د پېر او پلور په موخه جوړ شوی مارکیټ کې د ګران بیه ډبرو ازاده داوطلبي ترسره شوه.
سیمهییز مسوولین وايي، د دغې آزادې داوطلبۍ له لارې د ٤٠ اعشاریه څلور میلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې وپلورل شوې چې د هېواد له بېلابېلو برخو کې په کې د ګران بیه ډبرو کارباریانو ګډون کړی وو.
د کونړ د کانونو او پټرولیم رييس، محمد شیرین وايي:( نن د ۴۰ اعشاریه څلور میلیونه افغانیو بولي وشوه او ډبرې په کې خرڅې شوې، چې اسلامي امارت خزانې ته ۴ میلیونه ۴۱ زره افغانۍ عواید جمع شول.)
دا مهال د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو کاروباریان د سرپرست حکومت له مسوولینو د لازیاتو اسانتیاو برابرولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنې لري.
یو سوداګر، عزت الله په دې اړه وايي: ( موږ سره خارجي سوداګر هم په اړیکه کې دي،هغوی دوی ته لېواله دي چې دلته راشي، ، د برېښنا او تر څنګ یې د پروسس په برخه کې مونږ سره همکاري وشي؛ تر څو وکولی شو چې خپل دغه قیمتي ډبرې نورو هیوادونو ته ولېږو؛ تر څو هم سوداګرو ته ګټه ورسېږي او هم به د حکومت خزانې ته عواید راټول شي.)
یو بل سوداګر، میر زمان هم وايي: ( که چېرې دلته د پروسس لپاره ماشینونه ولګول شي، دلته د کاڼو پاکوالی وشي؛ نو دلته به له سلو څخه یو نیم سلو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.)
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د کونړ په مرکز اسعد آباد د ۴۱ اعشاریه درې مېلیونه افغانیو په ارزښت بیروج د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورل شوي وو.
په دې اړه مو اندونه