په کابل کې د قطر سفارت چارسمبالي د ملي دفاع وزارت له سرپرست او د رييس الوزراء له اقتصادي مرستیال سره وکتل.
د ملي دفاع وزارت سرپرست په دغه کتنه کې قطر د افغانستان لپاره یو دوست او همکار هېواد وباله او له دغه هېواد سره یې د دوامداره اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت په دې اړه وايي: د دې کتنې پر مهال دواړو لورو د اقتصادي اړیکو د پراخولو په اړه خبرې وکړې. د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د مذاکراتو پر مهال د قطر له کوربتوب مننه وکړه او له قطري سوداګرو یې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د نړۍوالو چارو شنونکی، عزیز معارج وايي: له افغانستان سره د قطر اړیکې دا دې لامل کیږي چې نور ګاونډي هېوادونه و هڅیږي. که دا راتګ نور سیاسي مسایل هم ولري خو بیا یې هم ګټه افغانانو ته ده.
د قطر سفارت شارژدافیر هم له افغانستان سره د مسافر وړونکو او سوداګریزو الوتنو د زیاتوالي په برخه کې د کار له بهیره خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې هېواد یې له افغانستان سره د پوهنې او روغتیا په برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.
د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي افغان هم وايي: که چېرې موږ وکړای شو له قطر سره اړیکې ولرو. که موږ وکړای شو د کارګو له لارې هلته خام توکي واستوو ځکه هغوی هم دې ته لېواله دي او د پرمختګ په حال کې دي.
قطر اسلامي امارت ته له نږدې هېوادونو دی او په دغه هیواد کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر هم فعال دی.
په دې اړه مو اندونه