Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یان اېګلېنډ: سفارتونه دې له اوسنیو چارواکو سره د تعامل په موخه پرانیستل شي

د ناروې د کډوالو شورا رييس کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له نورو هېوادونو غوښتي چې، په کابل کې خپلې سفارت خونې پرانیزي.

نوموړي په افغانستان کې د نجونو او هلکانو زده کړې مهمې بللي او زیاته کړې یې ده چې، په دې اړه به د اسلامي امارت له چارواکو سره هم خبرې وکړي.

ښاغلي اېګلېنډ ویلي: (ما له بېلابېلو هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي ترڅو له اوسنيو چارواکو سره تعامل وشي او لکه څنګه چې موږ دا کار کوو، له موږ سره دې مرسته وکړي چې د بشري اصولو او بشري حقونو پر بنسټ د افغانانو لپاره اصلي کارونه وکړو.)

ښاغلی ایګلنډ دغه راز وايي چې د اسلامي امارت له مسؤلینو سره په لیدنه کې د سرپناه، اوبو، روغتیا ساتنې، د معیشت د ملاتړ، د خوراکي توکو د خوندیتوب او دغه راز د هلکانو او نجونو د زدکړو په اړه هم خبرې وشوې. 

د ناروې د کډوالو شورا دغه چارواکي دغه راز د نجونو او هلکانو د زدکړو پر حق ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړې: (زموږ لپاره اساسي اصل دا دی چې موږ باید د دواړو جنسونو، هلکانو او نجونو دواړو لپاره زدکړې وغواړو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې باید د مساوي حقونو او بشري حقونو درناوی وشي.)

په ورته مهال اقتصاد وزارت په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا فعالیتونه ګټور بولي. 

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري هم وايي:  د سفارتونو پرانیستل کولی شي د افغانستان خلکو ته د مرستو په اسانتیا کې مرسته وکړي او د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل په پیاوړتیا کې اغېزناک وي.

د سیاسي چارو شنونکی، عبدالصادق حمیدزوی بیا وايي: د دوی له کتنو ښکاري چې د ناروې د کډوالو شورا مرستې به د حکومت له همغږۍ پرته نه ترسره کېږي. اړتیا ده چې د کډوالو بېړنۍ اړتیاوې په پام کې ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلند څلور ځله سفرونه کړي او د دغو سفرونو موخه د هېوادوالو لپاره د مرستو زیاتول دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه