Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د زده کړو نړۍواله ورځ؛ افغان نجونې لا هم له زده کړو محرومې دي

نن ( جمعه، د جنوري ۲۴مه) د زده کړو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. 

سږ کال دا ورځ د "مصنوعي ځیرکتیا او زده کړه: په اتومات نړۍ کې د انساني واک ساتنې" په شعار سره نمانځل کیږي. 

دا د ټولنو په پرمختګ کې د زده کړو د رول روښانه کولو او د افغانستان په څېر جګړه ځپلو هېوادونو کې د ښوونیزو خنډونو لمنځه وړلو په برخه کې ښه مناسبت دی. 

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د دې ورځې په مناسبت د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره ویلي چې، میلیونونه افغان نجونې لا هم له خپلو اساسي حقونو محرومې دي. 

د یوناما مشرې، روزا اوتونبایوا ویلي: « هیڅ هېواد نشي کولی چې له زده کړو د خپل نیمایي نفوس په محرومولو پرمختګ وکړي. موږ د افغانستان له سرپرست حکومته غواړو چې دا بندیز ژر تر ژره پایته و رسوي او ټولو افغان نجونو ته اجازه ورکړي چې بېرته ښوونځیو ته لاړې شي.»

د ۲۰۲۱ د اګسټ راهیسې، اسلامي امارت د نجونو پر زده‌ کړو پراخ بندیزونه لګولي. او افغانستان ید نړۍ یوازینی هېواد دی چې، نجونې او ښځې پکې له زده کړو بې برخې دي. 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم د خوندي او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د ځواکمنو زده کړو پر برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده. 

یونیسف ویلي، ۲۰۲۴ کې سېلابونو ۱۱۰ ښوونځي ویجاړ کړي چې د زرګونه زده کړونکو زده کړې ورسره ځنډېدلې دي. 

د دغه بنسټ راپور ښیي چې په ۸۵ هېوادونو کې لږ تر لږه ۲۴۲ میلیونه زده‌ کوونکي د اقلیمي بدلونونو د اغېزو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي. 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په دې اړه یوه پيغام کې ویلي، زده کړې یو بشري حق او ګډ مسوولیت دی. 

اوچا ویلي: « افغانستان کې پر نجونو د ثانوي زده‌کړو [له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو] بندیز، چې اوس یې درېیم کال روان دی، ۱.۵ میلیونه نجونې له خپلو اساسي حقونو محرومې کړې دي.»

اوچا د دغه بندیز د سمدستي لمنځه وړلو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر پر ۳مه د زده کړو اهمیت په اړه د عامه پوهاوي لپاره د جنورۍ ۲۴مه د زده کړو نړۍواله ورځ و نوموله.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه