د جنورۍ ۲۴مه د زدهکړو له نړۍوالې له ورځې سره برابره ده.
د زده کړو له نړۍوالو ورځې سره هم مهاله په هېواد کې د زده کړو له دوامه پاتې نجونې درسي ټولګیو ته د بېرته ستنېدنې غوښتونکې دي.
نړۍ دا ورځ په داسې حال کې نمانځي چې په هېواد کې په تېرو درېیو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځي او پوهنتونونو منع شوې دي.
بهشته او سمیرا هغه مهال چې اسلامي امارت پر هېواد بیا واکمن شو، د ښوونځي د لسم ټولګي زدهکوونکې وې.
زده کوونکې، بهشته په دې اړه وايي: له بده مرغه چې ښوونځي تړلي دي، زموږ له حکومته غوښتنه ده چې راتلونکي نوي کال کې ښوونځي پرانیزي څو موږ خپل هیلو ته ورسیږو.
یوه بله زده کوونکې، سمیرا هم وايي: دا تېر درې کلونه چې تېر شول، زموږ لپاره له غمه ډک وو. ځکه خپلې هیلې مو له لاسه و وتلې او و مو نشو کړای خپلو هيلو ته ورسیږو.
د ښځو د حقونو فعاله، تفسیر سیاه پوش په دې اړه وايي: له بده مرغه موږ په داسې حال کې د زده کړو په نړۍواله ورځ کې یو چې د پوهنتونونو او ښوونځيو دراوزې له څه باندې درېیو کلونو راهیسې تړلې دي. په دې هیله چې اسلامي امارت دې موضوع ته پام وکړي او راتلونکي پوهنیز کال کې دغه تړلې دروازې پرانیزي.
اروپایي ټولنې هم په دې ورځ د ټولو لپاره باکیفیته زده کړې د افغانستان د هوساینې او ځان بسیاینې لپاره اړینې بللې دي.
اروپایي ټولنه په دې اړه داسې وايي: « د جنسیت له په پام کې نیولو پرته باکیفیته زده کړه د افغانستان د هوساینې او ځان بسیاینې لپاره اړینه ده. اروپایي ټولنه له ټولو افغانانو سره خپل پیوستون اعلانوي، ځکه هغوی د تحصیل او سوکاله راتلونکي په برخه کې د خپل اساسي حق لپاره هڅې کوي.»
یوه زده کوونکې رخسار وايي: نړۍوال بنسټونه تل وايي چې موږ له افغان ښځو ملاتړ کوو خو له بده مرغه په عمل کې هیڅ هم نه کوي. موږ ترې غواړو چې راشي او له حکومت سره خبرې وکړي څو د ښوونځيو دروازې پرانیستل شي.
د نجونو پر زده کړو د بندیز په تړاو اندېښنې په داسې حال کې دي چې تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي هم غوښتنه کړې وه چې نجونې دې ښوونځیو ته ستنې شي.
په دې اړه مو اندونه