Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره د متقاعدینو نه ختمېدونکی انتظار

ځينو متقاعدینو یو ځل بیا په کابل کې، د خپلو حقوقو د نه‌ورکړې له امله اعتراض کړی دی.

دوی ویلي چې، د دوی د حقوقو د ورکړې لپاره د اسلامي امارت د مشر د فرمان له صادرېدو څه باندې یوه میاشت تېرېږي؛ خو لا تر اوسه د دغه فرمان برخلیک روښانه شوی نه‌دی.

متقاعدین ادعا کوي کله چې، اړوندو ادارو ته مراجعه کوي، روښانه ځواب نه ترلاسه کوي.  

متقاعد حبیب‌الله د طلوع‌نیوز خبریالې ته وویل:«څه باندې درې اوونۍ کېږي چې، د محکمې امر د متقاعدینو ریاست ته راغلی او دلته څوک اجراات نه‌کوي.»

بل متقاعد میرویس هم وايي:«برخلیک معلوم نه‌دی، کار معلوم نه‌دی وايي، نن یا سبا او یا هم تر یوې بلې اوونۍ کمېسیون جوړوو. دا څه ډول کمېسیون دی؟ کمېسیون کوم هېواد نه‌دی چې، وخت ونیسي، له لسو تر شلو تنو یو ترکیبي دی.» 

ځینې نور متقاعدین د ژمي په روان موسم کې له اقتصادي ستونزو شکایت کوي او د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې، د دوی د حقوقو د ورکړې بهیر چټک کړي.

متقاعد غلام ایشان وايي:«موږ هیله لرو چې، ژر تر ژره زموږ حقوق راکړل شي. موږ له لوږې، لوڅو پښو او ستونزمن ژوند سره مخ یو.»

د شمېرو له مخې، دا مهال په هېواد کې د متقاعدینو شمېر څه باندې ۱۵۰زره کسانو ته رسېږي چې، د هغوی حقوق په کال کې تر ۱۲ مېلیارده افغانیو اټکل کېږي.

متقاعدینو ویلي چې، د دوی د حقوقو د ورکړې لپاره د اسلامي امارت د مشر د فرمان له صادرېدو څه باندې یوه میاشت تېرېږي؛ خو لا تر اوسه د دغه فرمان برخلیک روښانه شوی نه‌دی.

تصویر بندانگشتی

ځينو متقاعدینو یو ځل بیا په کابل کې، د خپلو حقوقو د نه‌ورکړې له امله اعتراض کړی دی.

دوی ویلي چې، د دوی د حقوقو د ورکړې لپاره د اسلامي امارت د مشر د فرمان له صادرېدو څه باندې یوه میاشت تېرېږي؛ خو لا تر اوسه د دغه فرمان برخلیک روښانه شوی نه‌دی.

متقاعدین ادعا کوي کله چې، اړوندو ادارو ته مراجعه کوي، روښانه ځواب نه ترلاسه کوي.  

متقاعد حبیب‌الله د طلوع‌نیوز خبریالې ته وویل:«څه باندې درې اوونۍ کېږي چې، د محکمې امر د متقاعدینو ریاست ته راغلی او دلته څوک اجراات نه‌کوي.»

بل متقاعد میرویس هم وايي:«برخلیک معلوم نه‌دی، کار معلوم نه‌دی وايي، نن یا سبا او یا هم تر یوې بلې اوونۍ کمېسیون جوړوو. دا څه ډول کمېسیون دی؟ کمېسیون کوم هېواد نه‌دی چې، وخت ونیسي، له لسو تر شلو تنو یو ترکیبي دی.» 

ځینې نور متقاعدین د ژمي په روان موسم کې له اقتصادي ستونزو شکایت کوي او د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې، د دوی د حقوقو د ورکړې بهیر چټک کړي.

متقاعد غلام ایشان وايي:«موږ هیله لرو چې، ژر تر ژره زموږ حقوق راکړل شي. موږ له لوږې، لوڅو پښو او ستونزمن ژوند سره مخ یو.»

د شمېرو له مخې، دا مهال په هېواد کې د متقاعدینو شمېر څه باندې ۱۵۰زره کسانو ته رسېږي چې، د هغوی حقوق په کال کې تر ۱۲ مېلیارده افغانیو اټکل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه