Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا د مشر د نیولو لپاره د امریکا له لوري د سترې جایزې د ټاکلو احتمال

د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د بندیانو له تبادلې وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې، اسلامي امارت تر اعلان شوې شمېرې ډېر امریکایان نیولي دي.
 
مارکو روبیو ټینګار کړی که‌چېرې دا راپورونه ریښتیني وي، امریکا به د اسلامي امارت د مشرانو د نیولو لپاره تر هغې لوړه جایزه اعلان چې، د اسامه بن لادن لپاره یې ټاکلې وه.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې هکله ویلي:«ویل کېږي چې، طالبانو زموږ ترلاسه شویو معلوماتو ډېر امریکایان یرغمل نیولي دي. که دا خبره حقیقت ولري، موږ باید ژر تر ژره د هغوی د جګپوړو مشرانو د نیولو لپاره داسې لویه جایزه وټاکو چې، ښایي د اسامه بن لادن تر جایزې هم لوړه وي.» 

د سیاسي چارو شنونکی عبدالجبار اکبري په دې هکله وايي:«زه فکر ‌کوم اوس د دې وخت رارسېدلی چې، د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ نوې پاڼه پرانیستل شي. د دغو مسایلو حل د خبرو اترو او ډپيلوماټيکو اړیکو له لارې به هم د اسلامي امارت او هم د امریکا په ګټه وي.»

سره له دې چې، اسلامي امارت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دغو څرګندونو په تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ویلي وو چې، د اسلامي امارت مشرتابه هڅه کوي چې، په متحده ایالتونو کې ټول افغان بندیان، په تېره بیا هغه افغان بندیان چې د ګوانتانامو په زندان کې دی، ازاد کړي.  

ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو، اسلامي امارت هیله لري چې، په دې برخه کې له امریکا سره هوکړې ته ورسېږي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«دغه موضوع باید د خبرو اترو او تعامل له لارې حل شي چې، وکړای شي دغه بندیان له افغان بندیانو سره چې، په امریکا کې دي، تبادله کړي. فشار  د حل لار نه‌ده.»

دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند ویلي و چې، ډانالډ ټرمپ د افغانستان په زندانونو کې د ټولو امریکایانو د خوشې کېدو غوښتونکی دی.

تر دې وړاندې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند ویلي و چې، ډانالډ ټرمپ د افغانستان په زندانونو کې د ټولو امریکایانو د خوشې کېدو غوښتونکی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه