Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ډالرو د بیې لوړېدل او د خوراکي توکو پر بیو یې اغېزې

په وروستۍ یوه اوونۍ کې، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت ۶ افغانۍ لوړ شوی دی.

د ډالر د بیې له لوړېدو او د هېواد په بازارونو کې له نوساناتو سره هم‌مهاله، د افغانستان بانک سرپرست د افغانۍ د ثبات په موخه د صرافانو د ټولنې له استازو سره ناسته کړې او هېوادوالو ته یې ډاډ ورکړی چې، د افغانستان بانک د افغانۍ د ثبات لپاره هڅې کوي.

د افغانستان بانک سرپرست نور احمد اغا له خلکو غواړي چې، د افغانۍ د ثبات لپاره په خپلو ورځنیو راکړه ورکړه کې افغانۍ وکاروي.

د افغانستان بانک سرپرست زیاتوي:«له درنو هېوادوالو څخه غواړو چې، د ملي مسوولیت په پام کې نیولو سره، د سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال، افغانۍ وکاروي. او پر بې‌ځایه اوازو باور ونه‌کړي. موږ ستاسو او درنو هېوادوالو رغنده نظرونو ته هرکلی وایو.»

اوسمهال په بازار کې یو ډالر په ۷۸ افغانۍ او ۷۰ پوله تبادله کېږي. داسې ګومان کېږي چې د امریکا متحده ایالتونو له خوا د نړۍ له هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان سره د پراختیایي مرستو نوي ورځنی ځنډ د ډالر د ورځې تر بلې لوړېدو لامل شوی دی.

پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم د خپلو پراختیایي مرستو د بندېدو امر صادر کړ.

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې د ویاند مرستیال عبدالغفار فیضي ځدراڼ وايي:«په ژمي کې زموږ د سوداګرۍ کچه کمېږي او دلیل یې دا دی که‌چېرې په لوېدیځه نړۍ او امریکا کې کوم تحول رامنځته شي، لکه ټرمپ ته د بایډن د حکومت سپارل، فرصت طلبه کسان او اقتصادي مافیا له دغه وضعیته ناوړه استفاده کوي.»

خو یوازې د ډالر بیه نه‌ده چې، لوړېږي، د لومړنیو توکو بیې هم د لوړېدو په حال کې دي.

توکي                     مخکینۍ بیه          اوسنۍ بیه
یوه بوجۍ اوړه         ۱۳۵۰ افغانۍ         ۱۵۶۰ افغانۍ
 یوه بوجۍ ورېجې     ۲۲۳۰ افغانۍ          ۲۵۵۰ افغانۍ
یو لېټر غوړي           ۱۰۰ افغانۍ            ۱۰۸ افغانۍ
یو لېټر تېل                ۵۸ افغانۍ             ۶۲  افغانۍ
یو لېټر اوبلن ګاز         ۵۵ افغانۍ             ۶۰ افغانۍ

هټیوال عبدالودود د توکو د بیو د لوړېدو په هکله وویل:«له دې مخکې مو یو پیپ غوړ ۱۷۵۰ تر ۱۸۰۰ افغانیو پېرل؛ خو اوس چې، کله محاسبه کوو، له دوه زرو افغانیو موږ ته لوړ لوېږي.»

یوشمېر کابل مېشتي چې، له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، له مسوولانو غواړي چې، د ډالر او دغه‌راز د لومړنیو توکو د بیې د کنټرول لپاره جدي اقدامات وکړي.

د کابل اوسېدونکی ذکریا طلوع‌نیوز ته وايي:«له هر چا چې، پوښتنه کوئ وايي ډالر ختلی دی. یو پيپ غوړ ۱۸۵۰ افغانۍ، یوه بوجۍ اوړه ۱۴۵۰ افغانۍ وو، اوس ۱۶۵۰ افغانیو ته ختلي. د تېلو بیه ۶۲ افغانیو او د ګازو ۶۰ افغانیو ته لوړه شوې ده. د خلکو وضعیت ډېر خراب شوی دی.»

د کابل اوسېدونکي الله محمد هم وویل:«زموږ غوښتنه دا ده چې، د ډالرو بیه ډېره لوړه شوې او موږ نه‌شو کولای چې، خپل لګښتونه تامین کړو. باید د ډالرو بیه ټيټه شي چې، خپل لګښتونه مدیریت کړای شو.»

سره له دې چې، د افغانستان بانک په تېره یوه اوونۍ کې د افغانۍ د ثبات لپاره ۳۸ مېلیونه ډالر بازار ته وړاندې کړي؛ خو د ډالر د بیې په ټېټېدو کې یې ظاهراً دومره اغېز نه‌دی لرلی او لا هم د ډالر بیه په لوړېدو ده. ټاکل شوې ده چې، د افغانستان بانک سبا د بازار د کنټرول لپاره ۲۵ مېلیونه ډالر لیلام کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه