Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټرمپ د کډوالو د نه لېږد پرېکړه؛ البانیا کې افغان کډوال اندېښمن دي

 د افغانانو د تخلیې پروګرام مسوول، شان ونډیوار د امریکا د ولسمشر، ډانلډ ټرمپ له لوري د بهرنۍ مرستې د ځنډولو پرېکړې له امله، د هغو له ۴۰ زرو زیات افغانانو د الوتنو پروسه ځنډېدلې چې د امریکا د ځانګړې ویزې لپاره منظور شوي وو .  

په ۲۰۲۱ کال د امریکا له وتلو وروسته، زرګونه افغانان چې د امریکا پوځ یا نورو سازمانونو سره یې کار کړی و، په البانیا کې پروسس شول او ویزې یې ترلاسه کړې، څو امریکا ته سفر وکړي.  

علي امیني، چې څو ورځې وروسته یې په امریکا کې د ژوند پیلولو اراده درلوده، د ټرمپ د مرستو د بندیز له امله اندېښنه لري، او وايي که بیرته افغانستان ته ستنېدو ته اړ شي، ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.  

علي امیني چې شمالي البانیا کې مېشت دی، رویټرز سره یې مرکه کې ویلي: «زه نه پوهېږم چې موږ به کله په الوتکه کې سپاره شو، او که شو، نو ایا کابل ته به لاړ شو که امریکا ته؟»

نوموړي هلته له  ۳۰۰ نورو افغانانو سره پناه اخیستې ده.

د تخلیې پروګرام د مسوول په وینا، د ټرمپ د پرېکړې له امله ډېری افغانان په افغانستان کې بند پاتې دي او یو شمېر یې په پاکستان، قطر، او البانیا کې دي.  

یو بل افغان کډوال، سادات، چې ۲۷ کلن دی، له کابله  دوبۍ، بیا کویټ، بیا استانبول، او بالاخره تيرانا ته له ۱۳۰ نورو کسانو سره یو ځای رسیدلی دی.  

هغه رویټرز ته ویلي: «زما ملګري په کابل کې راته وايي چې زه نېکمرغه یم، ځکه دا ښايي وروستۍ الوتکه وي چې زموږ په څېر خلک پکې سپاره شوي.» 

سادات زیاته کړې: «حالات هر ساعت بدلېږي، او تر راتلونکې اونۍ پورې انتظار یو عمر ښکاري. زه ډېر اندېښمن یم.»  

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، نږدې ۲۰۰ زره افغانان د SIV ویزو یا د کډوالو په توګه امریکا ته لېږدول شوي دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه