Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اقتصاد وزارت: هېواد کې د ۵۰ بنسټونو فعالیتونه په ټپه درېدلي

 اقتصاد وزارت طلوع‌نیوز ته ویلي چې، د امریکا متحده ایالتونو د مرستو له ځنډېدو وروسته، په هېواد کې د ۵۰ موسسو فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري له نړۍوالو بنسټونو غواړي چې، بشري مرستې سیاسي نه‌کړي.

ښاغلی نظري په دې هکله وايي:«د امریکا د نوې ادارې له لوري د بشرپاله فعالیتونو د درېدو له امله، د ځينو مرستندویه موسسو او بنسټونو د فعالیت درېدل، پر بشرپاله مباحثو اغېزه کوي؛ له همدې امله موږ نه‌غواړو چې، هېوادونه له هغې ډلې امریکا خپلې مرستې سیاسي کړي.»

ورته مهال، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وایي چې، د امریکا د مرستو بندېدل او د نړۍوالې بودیجې کموالی د افغانستان درېیمه برخه وګړي له سختې لوږې سره مخ کړي دي.  

د ملګرو ملتونو د سر منشي ویاند سټېفن دوجاریک، د دغو مرستو د بندېدو په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
  
د ملګرو ملتونو د سر منشي ویاند ويلي:«لکه څنګه مې چې، وویل هره اداره د دې وضعیت د اغېزو د ارزولو په حال کې ده. د بشري مرستو ادارې تل د نويو مالي سرچینو په لټه کې وي. هغه څه چې، موږ پرې پوهېږو، دا دي چې، په ټوله نړۍ کې بشري اړتیاوې په ډېرېدو دي او تاسې دا بهیر هر کال ګورئ. دا اړینه ده چې، هر غړی هېواد او نورې مالي سرچینې ګام پورته کړي څو د زیانمنو خلکو اړتیاوې پوره کړي. البته موږ د افغانستان او نورو سیمو په تړاو چې، خلک یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام مرستو ته اړتیا لري، اندېښمن یو.»

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام رییس شاوي لي هم څرګنده کړې:«په افغانستان کې د مرستو د هر ډول احتمالي کمښت اندېښمنوونکی دی. که دا مرستې د خوړو په نړۍوال پروګرام پورې اړه ولري او که په کوم بل بنسټ پورې، د افغانستان اړتیاوې خورا لوړې دي. زه هېله لرم، هره پرېکړه چې کېږي، د خلکو اړتیاوې او د هغوی شرایط په پام کې ونیسي، لکه څنګه چې، مې مخکې هم وویل.»

بلخوا د کابل اوسېدونکي هم د دغه فرمان د لغوه کېدو غوښتنه کوي.  

د کابل اوسېدونکی عبدالرازق طلوع‌نیوز ته وايي:«خلکو د جګړې په کلونو کې ډېرې ستونزې ګاللې دي او اوس هم له ستونزو سره مخ دي، د دغو ستونزو سربېره، هغه محدودیتونه چې، اوس امریکا پر افغانستان لګولي، پر موږ بده اغېزه کوي.»  

د روان کال د سلواغې میاشتې پر دویمه ډانلډ ټرمپ له خپلې لوړې وروسته هغه فرمان لاسلیک کړ چې، له مخې یې د امریکا بهرنۍ مرستې وځنډېدې او افغانستان هم د دغه فرمان برخه دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه