Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د یوناما راپور رد کړ

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د یوناما وروستي راپور ته په غبرګون کې د ښځو د حقونو او بیان ازادۍ د نقض ادعاوې بې‌بنسټه بللي دي.

د دغه وزارت ویاند سیف‌الرحمن خیبر ویلي چې، داسې بنسټونه باید په خپلو راپورونو کې د خلکو دیني او کلتوري ارزښتونه په پام کې ونیسي.

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند زیاتوي:«اسلامي امارت په ځانګړې توګه د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت، پر خلکو محدودیت نه‌دی لګولی؛ بلکې اسلامي او افغاني ارزښتونو او ټولنیزو حساسیتونو ته په پام سره، د هغوی ټول حقونه مو تامین کړي دي.»

تېره ورځ یوناما خپل درې میاشتنی راپور خپور کړ. په دغه راپور کې ادعا شوې چې، په کندهار کې له رستورانټونو، دوکانونو او روغتیایي مرکزونو غوښتل شوي چې، بې محرمه ښځو ته خدمتونه وړاندې نه‌کړي.  

دغه‌راز ویل شوي چې په سمنګان ولایت کې د حضرت سلطان ولسوالۍ په موټرو کې پر مخکینۍ څوکۍ د ښځو پر کېناستو بندیز لګول شوی دی. په راپور کې ټینګار شوی چې، د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت قوانینو رسنۍ هم تر اغېزې لاندې راوستي دي.  

د یوناما د راپور په یوې برخه کې راغلي:«د کندهار ولایت محتسبینو له یوه ځايي رستورانټه لیدنه کړې او کارکوونکو ته یې امر کړی چې، بې‌محرمه ښځو ته رسټورانټ ته د ننوتو اجازه ور نه‌کړي.»  
 
د پوهنتون استاده بهاره عطايي طلوع‌نیوز ته وايي:«ښځې نه‌یوازې په کورنۍ کې؛ بلکې په بېلابېلو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري برخو کې کولای شي اساسي او ټاکونکی رول ولري او ښځو ته د لومړنیو حقونو ورکړه او د هغوی د استفادې لپاره د اسانتیاوو برابرول، نه یوازې د ټولنیز عدالت تضمینونکی وي، ترڅنګ یې د ټولنې د ودې او پرمختګ لپاره هم ګټور پرېوځي.»

دغه‌راز د یوناما په راپور کې په طبي انسټېټیوتټونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ته هم اشاره شوې ده. د یوناما په راپور کې راغلي چې، د اکټوبر له پیله د ډسمبر تر پای پورې د ۳۹ ښځو په ګډون پر ۱۹۴ کسانو تعزیري حکمونه صادر شوي دي. دغه‌راز راپور وايي چې، شاوخوا ۲۰ کسان په وسله‌‌والو بریدونو کې وژل شوي او څه باندې ۶۰ کسانو د پاتې شویو چاودېدونکو توکو له امله خپل ژوند بایللی دی.

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند د دغه راپور په هکله وايي:«په ځينو راپورونو کې راغلي چې، د امر بالمعروف محتسبین، په ښار کې ښځو ته له محرم پرته اجازه نه‌ورکوي، باید روښانه شي چې، دغه ادعا حقیقت نه‌لري او د دغه وزارت د بدنامۍ لپاره هڅه ده.»

تر دې وړاندې هم یوناما په خپلو راپورونو کې ویلي و چې، د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت قوانینو پر ښځو یو شمېر نوي محدودیتونه لګولي دي. خو اسلامي امارت دا راپورونه رد کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه