د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ په مرکز کې د سیمنټو نوې کارخونې جوړېدو چارو پیلیږي.
په روان لمریز کال کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري ددغې کارخونې د جوړولو تړون له یوه قطري شرکت سره لاسلیک کړی دی.
د دغې کارخونې جوړولو باندې ۲۲۰ میلیونه امریکايي ډالر لګول کېږي چې د مسوولینو په خبره ۹۰ سلنه اکتشافي چارې پرمخ تللې دي.
د پروان والي، محمد ادریس انوري په دې اړه وايي: قراردادي شرکت له ټاکلي وخت وړاندې، په شپږو میاشتو کې ۹۰ سلنه اکتشافي کارونه بشپړ کړي، او هیله لرو چې د دوو کلونو په موده کې پاتې ساختماني او تخنیکي چارې هم پای ته ورسېږي."
په جبل السراج ولسوالۍ کې ددغې کارخونې لپاره ټاکل شویو سیمو کې کافي کاني توکي شته.
د تړون کوونکي شرکت د مسوولینو په خبره ددغو کاني توکو بېلګو اخیستلو په موخه اتلس ژورې څاه ګانې کیندل شوې دي.
د شرکت مسوول، محمد شعیب شهزاد په دې اړه وايي:"موږ هغه سیمې مشخصې کړي چې د دې کارخونې جوړولو ته اړتیا لري، او زموږ د پراختیا بهیر به په راتلونکي کې هم دوام ولري. اکتشاف یو دوامدار پروسه ده چې د استخراج او تولید تر څنګ روان وي. زموږ د برمهکارۍ ټکي، د نمونو راټولول او تحلیلونه به هم زیات شي."
ورته مهال د پروان اوسېدونکي له مسوولینو ددغې کارخونې په بېلابېلو کې ددغه ولایت اوسېدونکو ته د زیاتې ونډې ورکړې غوښتنه کوي.
سعید میرزایی، د پروان اوسیدونکی، وویل: "زموږ تر ټولو لویه غوښتنه دا ده چې د سیمې خلک، په ځانګړي ډول د جبلالسراج ولسوالۍ اوسېدونکي، چې ډېری یې بېوزله او اړمن دي، په دې فابریکه کې وګمارل شي."
حامد، د پروان اوسېدونکی، وویل: "د پروان ډېری ځوانان بېکاره دي، او باید په نوې سمنټ فابریکه کې، چې کار یې پیل شوی، استخدام شي."
د مسوولینو د معلوماتو پربنسټ په پام کې ده چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې د جبل السراج د سیمټو نوې کارخونې ودانیزې چارې بشپړې او پکې له ۵ زره زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د دوی په خبره دا کارخونه به د فعالیت پیل پرمهال درې زر ټُنه سیمټ او وروسته به نهه زره ټُنه سیمت په څلېروېشت ساعتونو کې تولیدي کړي.
په دې اړه مو اندونه