د اسلامي امارت مشر په کندهار کې د یوې جهادي مدرسې د فراغت مراسمو ته په خپله وینا کې ویلي چې اسلامي امارت د لوېدیځو او ختیځو هېوادونو له ګواښونو وېره نه لري.
نوموړی زیاته کړې لوېدیځوال چې هېواد ته راغلي وو، په خپله خوښه نه، بلکې په زور له دې ځایه وایستل شول.
د اسلامي امارت مشر، شیخ هبت الله اخندزاده ویلي: که شرق او غرب زموږ په مقابل کې دریږي، موږ ته ضرر نشي رسولی. دا مو عقیده ده. پر دغې ولاړ یو، که شرقیان دي او که غربیان دي، دوی هیڅ هم نه دي، اوس به موږ د دوی پر اخبارو ډاریږو. د خدای پر وعدو مو عقیده نشته پر دوی مو عقیده ده؟ موږ به له دوی متاثره کیږو؟ توبه!
د اسلامي امارت مشر دغه راز ویلي چې اوسنی نظام د افغانانو د مبارزې په پایله کې ترلاسه شوی او باید ساتنه یې وشي.
د اسلامي امارت مشر، شیخ هبت الله اخندزاده وايي: دا نظام چې نن راغلی دی، دا د چا په سوال نه دی راغلی، دا هیچا موږ ته په میراث نه دی راکړی. دا هیچا موږ ته په انډیوالۍ کې نه دی راکړی. پر دې مو وینې تویې شوي. دا پر جهاد فی سبیل الله راغلی دی.
د سیاسي چارو شنونکی، فضل الرحمن اوریا بیا وايي: د افغانستان او نړۍ ترمنځ دوښمني د هیچا په ګټه نه ده. د لویدیځو هېوادونو او افغانستان ملي ګټې دا ایجابوي چې د افغانستان او لویدیځې نړۍ ترمنځ مذاکرات وشي او هوکړې وشي څو شته ستونزې د مذاکراتو هوکړو له لارې حل شي.
د اسلامي امارت مشر د دې مدرسې فارغانو ته ویلي چې د اسلامي ارزښتونو ساتنې ته لومړیتوب ورکړي.
په دې اړه مو اندونه