Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خوست کې د یوې کورنۍ عام وژنه؛ د قربانیانو کورنۍ عدالت غواړي

تېره شپه د خوست د علي‌شېرو او تريزيو ولسوالۍ کې تېره شپه (سې‌شنبې) ناپېژانده وسله‌والو د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ۱۳ غړي په ډزو وژلي دي.

د وژل شويو کسانو د کورنۍ غړي وايي، له هېچا سره شخصي دُښمني نه‌لري او له اړونده مسوولانو د دغې پېښې د عاملانو د نیولو او عدالت ټینګښت غوښتنه کوي.

د وژل شویو د کورنۍ غړی ټيکه خان ماهر په دې هکله وايي:«په دغې پېښه کې موږ له هېچا سره شخصي دښمني نه‌لرو او نه هم په چا شک لرو؛ خو څو کسان نيول شوي او ولسوالۍ ته يې بیولي؛ خو دا معلومات نشته چې، دوی دي کنه دا به له جنايي څخه معلومه شي دوی يې ثابتوي.»

ورته مهال ځايي خلک له امنیتي ځواکونو د دغې پېښې د عاملانو د نیولو غوښتنه کوي.

د خوست د علي‌شېرو او تريزيو ولسوالۍ اوسېدونکي صديق‌الله سیار وویل:«د شخصي، قومي يا نورو ستونزو له امله داسې حالات ډېر پېښ شوي بدبختانه چې، اکثره د جهالت له امله دي موږ له حکومت او امنيتي بنسټونو غوښتنه کوو چې، دغه عاملين ژر تر ژره ونيسي او په عام محضر کې په دار وځړول شي تر څو په راتلونکي کې داسې ناوړه پېښې او کړنې څوک تکرار نه‌کړي.»

د خوست د علي‌شېرو او تريزيو ولسوالۍ بل اوسېدونکی عظيم هم وايي:«باور وکړئ چې دا پېښه کله وشوه له هغې وروسته سخت توفان راغی دا د الله (ج) يو قهر و چې، ټوله سيمه يې ولړزوله، له دولته زموږ غوښتنه دا ده چې، د دا ډول پېښو مخنيوی وکړي؛ ځکه پر روان او راتلونکي نسل ډېر بد تاثيرات لري.»

د خوست د علي‌شيرو او تريزيو ولسوالۍ اوسېدونکی تور ګل څرګندوي:«وخت به پرېکړه وکړي مجرمين بايد ونيول شي او د قانون منګولو ته وسپاري او ژر بايد قصاص شي.»

د خوست امنيه قومندانۍ د امنیت امر عبدالحليم حيدر وايي، د دې پېښې په تړاو یې پنځه شکمن کسان نيولي دي.

عبدالحليم حيدر په دې هکله زیاتوي:«د شپې شاوخوا اته نيمې بجې دا پېښه رامنځته شوه او له خبرېدو سره یې سم مو سيمې ته ځانونه ورسول چې، د روغتيا برخې سربېره بېلابېل ټيمونه راسره و، ټوله بررسي مو وکړه دې پېښې کې مشکوک پنځه کسان تر اوسه نيول شوي دي او نورې پلټنې هم روانې دي په دې پېښه کې ښکېل کسان به ان‌شالله ونيول شي.» 

د خوست امنیه قومندانۍ مسوولان دغه‌راز زیاتوي چې، د دغې پېښې په تړاو یې څېړنې رواني دي او هرڅه ژر به یې عاملان د قانون منګولو ته وسپاري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه