اسلامي امارت یو ځل بیا د پاکستان پر ضد په افغانستان کې له پاتې امریکايي پوځي تجهیزاتو د ګټنې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې ردوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، دغه ټول نظامي تجهیزات خوندي دي او هیچا ته ترې د ناوړه ګټنې اجازه نه ورکول کیږي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت داسې وايي: د افغانستان ټولې وسلې او نظامي تجهیزات په خوندي توګه ډيپو شوي دي او کلکه یې ساتنه او څارنه کیږي. هیچاته د دغو وسلو د ناسمې کارونې اجازه نشته. په دې تړاو ټولې ادعاوې او افواهات بې بنسټه دي او په کلکه یې ردوو.
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې د امریکا پر پوځي تجهیزاتو اندېښنه ښودلې وه او ادعا یې کړې وه چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون بېلابېلې ډلې له دغو پوځي تجهیزاتو په پاکستان د بریدونو لپاره کار اخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان ویلي و: په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پرمختللو وسلو شتون چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته پاتې دي، د پاکستان او پاکستانیانو د امنیت لپاره د ژورې اندیښنې وړ موضوع ده. دا وسلې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د ترهګرو ډلو له خوا په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لپاره کارول شوي. موږ په ځلونو په کابل کې له اوسنیو چارواکو غوښتي چې ټول اړین اقدامات وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا وسلې د ناسمو خلکو لاس ته نه ورځي.
د سیاسي چارو شنونکی، جنت فهیم چکري بیا وايي: په دې هڅه دي چې څه ډول د افغانستان وضعیت خراب شي او په نړۍوال سټیج کې افغانستان د یوه شریر هېواد په توګه معرفي کړي.
د سیاسي چارو یو بل شنونکی، محمد اسلم دانشمل هم وايي: پاکستان ته پکار ده چې پر خپلو پالیسیو تجدید وکړي او په رغنده فکر سره او د ګډو ګټو د تعریف او تحلیل سره رامخته شي.
تر دې وړاندې د پاکستان پخواني لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له خوا پاتې یو شمېر پوځي تجهیزات پاکستاني طالبانو ته ورکړل شوي دي.
هغه ادعاوې چې تل د سرپرست حکومت له خوا رد شوې دي.
په دې اړه مو اندونه