د افغانستان برېښنا شرکت په نږدې راتلونکې کې د ۵۵۰ مېګاواټه برېښنا په ظرفیت سره د ۱۳ لویو پروژو له پرانېستل کېدو خبر ورکوي.
د برېښنا شرکت مسوولینو د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې په بې غورۍ نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې نن سبا د نړۍ هېوادونه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته د برېښنا د تولید په برخه کې میلیاردونه ډالر ورکوي، خو پر افغانستان حتا بشري مرستې پرې کوي.
د برېښنا شرکت اجرایوي رییس، عبدالباري عمر وايي: د برېښنا په برخه کې دا اوس نړۍواله ټولنه زموږ ګاونډیو هېوادونو ته په سلګونو میلیونو بلکې په میلیاردونو ډالر ورکوي. موږ بخیلي نه کوو، نورې دې هم ورکړي. خو نړۍواله ټولنه چې شعار یې بشریت دی، ولې نن افغانان بشر نه ګڼي؟
عبدالباري عمر خپلو خبرو په دوام وایي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره د برېښنا د تولید په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته شوي هغه څه چې په تیرو شلو کلونو کې هيڅ پاملرنه ورته نه وه شوې.
نوموړی دغه راز ټینګار کوي چې هېوادوالو ته د ډاډمنې، پاکې او منظمې برېښنا د برابرولو په موخه برېښنا شرکت په ۱۳ لویو پروژو چې په نږدې راتلونکې کې به پرانیستل شي کار کوي.
ښاغلی عمر زیاتوي: په دې نږدې راتلونکو میاشتو کې به تر ۵ نیم سوه میګاواټو پورې داسې پروژې افتتاح کړو چې هغه به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وي او د هېواد د برېښنا له عمومي شبکې سره به وصل کیږي.
د برېښنا شرکت عملیاتي رییس، صفي الله احمدزی هم وايي: د برېښنا شرکت عمومي رییس او مشرتابه پلاوی تل په دې هڅه کې ده چې موږ باید خلاوې ډکې کړو. د دغې خلا له ډکېدو سره موږ کولای شو په کابل، ګاونډیو ولایتونو او ان تر کندهاره ۲۴ ساعته برېښنا ولرو.
ورته مهال د امارتي شرکتونو رییس برېښنا د صنعت، سوداګرۍ، اقتصاد او بنسټونو د پراختیا یو اساسي لامل وباله او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره هڅه کوي.
د امارتي شرکتونو رییس، احمد جان بلال هم وايي: په نظامي ډګر کې او په سیاسی میدان کې مو استقلال ترلاسه کړ، همدا راز هڅه به کوو چې په اقتصادي میدان کې هم مستقل و اوسیږو.
د برېښنا شرکت د مسوولینو په وینا، د کابل په شمال کې د نوي ۱۵ کیلو ولټه سب سټېشن په پرانېستل کېدو سره به ۲۵ زره کسان له برېښنا برخمن شي او نوی غځول شوی مزی د لسو ترانسفرمرونو په نصبولو سره تنظیم شوی چې د ۱۳ نورو هغو د تنظیم چارې هم روانې دي.
په دې اړه مو اندونه