Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: د نشه يي توکو کرکېله او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلي

اسلامي امارت له افغانستانه د نشه يي توکو د قاچاق د کچې لوړېدو په تړاو د یوه ایراني چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې وايي، دمګړۍ په هېواد کې د نشه يي توکو د کرکېلې او قاچاق کچه نږدې صفر ته رسېدلې ده.

د اسلامي امارت ویاند وایي، کابل له تهران سره پر خپلو کړو ژمنو ولاړ دی. 

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: « افغانستان ډاډ ورکوي اندېښنې باید نه اوسي، موږ د هر ډول قاچاق مخه نیسو، نشه يي توکي په افغانستان کې له منځه تللي، او د نشه يي توکو کرکېله او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلی.»

تر دې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال علي اکبر پورجمشیدیان له افغانستان او پاکستان سره په ګډو پولو کې د نشيي توکو پر قاچاق اندېښنه څرګنده کړې وه او ادعا یې کړې وه چې، لا هم په افغانستان کې د نشه يي توکو زیرمې شته.

علي اکبر پورجمشیدیان ویلي: « سره له دې چې د افغانستان رهبر د نشه يي توکو کښت منع اعلان کړی خو زموږ په باور لا هم په افغانستان کې د نشه يي توکو ډېرې زیرمې شته چې له ختیځو پولو ایران ته لېږدول کیږي او دا موضوع د پولو امنیت، زموږ د هېواد امنیت او دغه راز زموږ ټولنیز امنیت تر اغیز لاندې راولي.»

د سياسي چارو شنونکی فضل‌ الرحمن اوريا و ویل: «په ايران کې فعالې مافياوې د نشه يي توکو سترې زېرمې لري، او اوس هم ورته لاسرسی لري، خو که دواړه هېوادونه وکولای شي چې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه متقابله همغږي او همکاري زياته کړي، نو دا به اغېزمنه تمامه شي.»

د ایران د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال له افغانستان او پاکستان سره ختیځو برخو کې د ترهګرۍ د مسلې په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې خو اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې ایران سره پر کړو ژمنو ولاړ دی.

تر دې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال علي اکبر پورجمشیدیان له افغانستان او پاکستان سره په ګډو پولو کې د نشيي توکو پر قاچاق اندېښنه څرګنده کړې.

تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت له افغانستانه د نشه يي توکو د قاچاق د کچې لوړېدو په تړاو د یوه ایراني چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې وايي، دمګړۍ په هېواد کې د نشه يي توکو د کرکېلې او قاچاق کچه نږدې صفر ته رسېدلې ده.

د اسلامي امارت ویاند وایي، کابل له تهران سره پر خپلو کړو ژمنو ولاړ دی. 

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: « افغانستان ډاډ ورکوي اندېښنې باید نه اوسي، موږ د هر ډول قاچاق مخه نیسو، نشه يي توکي په افغانستان کې له منځه تللي، او د نشه يي توکو کرکېله او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلی.»

تر دې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال علي اکبر پورجمشیدیان له افغانستان او پاکستان سره په ګډو پولو کې د نشيي توکو پر قاچاق اندېښنه څرګنده کړې وه او ادعا یې کړې وه چې، لا هم په افغانستان کې د نشه يي توکو زیرمې شته.

علي اکبر پورجمشیدیان ویلي: « سره له دې چې د افغانستان رهبر د نشه يي توکو کښت منع اعلان کړی خو زموږ په باور لا هم په افغانستان کې د نشه يي توکو ډېرې زیرمې شته چې له ختیځو پولو ایران ته لېږدول کیږي او دا موضوع د پولو امنیت، زموږ د هېواد امنیت او دغه راز زموږ ټولنیز امنیت تر اغیز لاندې راولي.»

د سياسي چارو شنونکی فضل‌ الرحمن اوريا و ویل: «په ايران کې فعالې مافياوې د نشه يي توکو سترې زېرمې لري، او اوس هم ورته لاسرسی لري، خو که دواړه هېوادونه وکولای شي چې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه متقابله همغږي او همکاري زياته کړي، نو دا به اغېزمنه تمامه شي.»

د ایران د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال له افغانستان او پاکستان سره ختیځو برخو کې د ترهګرۍ د مسلې په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې خو اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې ایران سره پر کړو ژمنو ولاړ دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه