له افغانستان سره د امریکا د مالي مرستو د محدودېدو په لړ کې، د امریکا یوې جمهوري پالې سناتورې د ملګرو ملتونو له لارې د امریکا کېدونکو مرستو ته د اسلامي امارت د لاسرسي د مخنیوي لپاره یوه لایحه وړانډیزکړه.
د دې لایحې لمخې، د امریکا مرستې یوازې هغه مهال د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته لېږل کېدای شي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تضمین ورکړي، چې د واشنګټن نغدې مرستې به د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په کڅوړو کې افغانستان ته نه لېږل کېږي.
امریکایۍ سناتوره، شېلې مور کاپيټو ویلي: « د امریکا سنا ته مو یوه داسې طرحه وړاندې کړې، چې له مخې یې د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته د امریکا مرستې به د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په ډاډ ورکولو پورې مشروطې وي. د دې طرحې پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید کانګرس ته ډاډ ورکړي چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې د ملګرو ملتونو د نغدي مرستو برخه نه ګرځي او دا مالي سرچینې د « د ترهګرو ډلو» لاسته نه لوېږي.»
د اقتصادي چارو شنونکی، سیلاب سمندر وايي: موږ د نړۍ له ملاتړ پرته اقتصادي ثبات نشو ساتلی، نو مرستو ته ډېره اړتیا ده. که چېرې دغه لارې چارې پر وخت اجرا نه شي، په افغانستان کې بشري ناورین او اقتصادي کړکېچ نور هم ستر شي. بیا به نه یوازې د حکومت بلکې د سیمې هېوادونو له کنټروله هم بهر شي.
که څه هم چې د مرستو د کمښت او اقتصادي ننګونې په تړاو لاهم اندېښنې شته، خو اقتصاد وزارت وایي، چې د هېواد اقتصادي وضعیت تر څارنې لاندې دی او که چېري مرستې بندې هم شي، افغانستان به له جدي ستونزو سره مخ نه شي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري په دې اړه وايي: د امریکا د یوې سناتورې له لوري پر افغانانو د فشار لپاره وړاندې کړې طرحه نشي کولای چې زموږ د اقتصادي پرمختګ لوري ته مزل ټکنی کړي. زموږ اقتصادي وضعیت په نورمال حالت کې دی. واردات او صادرات مو په نورمال وضعیت کې دي.
ځینې اقتصادي شنونکي پر دې باور دي چې متحده ایالتونه باید له افغانستان سره خپلې مرستې سیاسي نه کړي.
اقتصادي شنونکی، عبدالنصیر رښتیا هم بیا وايي: «په ټولو هېوادونو کې، کله چې ناورین رامنځته شي او خلک له بد اقتصادي وضعیت سره مخ شي، دا د نورو هېوادونو مسوولیت دی چې د مرستې لپاره اقدام وکړي؛ خو دغه مرستې باید سیاسي بڼه وانخلي. که بشري مرستې عادي خلکو ته ورسېږي، خو ځینې یې سیاسي وښيي، نو په حقیقت کې یې د بشري حقونو سرغړونه کړې ده.»
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په یوه خبري غونډه کې ویلي وو، چې امریکا هر کال افغانستان ته میلیاردونه ډالر ورکوي او دا مرستې باید له اسلامي امارته د تجهیزاتو په بېرته اخیستو پورې مشروطې وي.
په دې اړه مو اندونه