ځينو متقاعدینو نن (شنبې، د سلواغې په ۱۳مه) یوځل بیا له اعتراضیه غونډېدو سره له اسلامي امارته د خپلو حقونو د ورکړې غوښتنه کړې ده.
هغوی چې، هره ورځ د تقاعد د خزینې ودانۍ مخې ته راټولېږي، وايي چې، له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ دي او اسلامي امارت باید ژر تر ژره د هغوی غوښتنو ته پاملرنه وکړي.
د دوی په وینا، د اسلامي امارت د مشر له فرمانه څه باندې یوه نیمه میاشت تېرېږي؛ خو تراوسه د دغه فرمان د عملي کېدو څه څرک نهلګېږي.
د متقاعدینو استازی عبدالخالق طلوعنیوز ته وايي:«موږ ته یې وویل چې، تاسې له محکمې حکم واخلئ، ژر تر ژره یې پيلوو او درکوو یې. کمېسیون جوړ دی؛ خو کمېسیون نه حاضرېږي چې، زموږ حق راکړي. ولې یې نهراکوي دلیل یې موږ ته ووايي.»
بل متقاعد بوري قل وحدت هم وویل:«دوی حوصله لري او نهغواړي چې، په ګډوډۍ لاس پورې کړي. دوی وايي چې، زموږ حق راکړئ.»
یو شمېر نور متقاعدین هم له سختو اقتصادي ستونزو شکایت کوي.
متقاعد شاه وزیر وايي:«دغه بېچاره متقاعدین له سختو ستونزو سره مخ دي. سپينږیري دي، کورنۍ لري، ژمی په سختی تېروي.»
که څه هم اسلامي امارت تازه د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې په تړاو څه نهدي ویلي؛ خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ویلي و چې، د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې لپاره هڅې روانې دي. د اسلامي امارت د ویاند ذبیحالله مجاهد په وینا، د محکمو او د مالیې وزارت د کارونو د پای ته رسېدو لپاره نور وخت ته اړتیا ده.
په دې اړه مو اندونه