Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران د روان لمریز کال له پیله تراوسه څه باندې یو مېلیون افغانان ایستلي دي

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د روان کال له پيله تراوسه د څه باندې یو مېلیون افغان کډوالو له ایستلو خبر ورکوي.

نوموړی وايي چې، دغه هېواد د افغان وګړو لپاره د ویزې صادرول محدود کړي او هڅې روانې دي چې، د پولو د تړلو په ګډون د نورو تابیاوو په نیولو سره دغه هېواد ته د ناقانونه کډوالو له ورتګه مخنیوی وشي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي:«یو اندازه سخت‌ګیري ډېروو، عرض مې کړه چې، کابو یو مېلیون او ۱۰۰ زره تنه همدا سږکال لېږدول شوي دي. همدارنګه د ویزې شمېر مو کم کړی دی. باید ووایم چې، له بده مرغه د هغو ویزو شمېر چې، صادرېدل، زیات وو.»

په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، په دغه هېواد کې، د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د دولت د وروستۍ پرېکړې د وضاحت غوښتنه کړې ده.

تر دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر ویلي و چې، د «اې‌سي‌سي» کارټونو لرونکي افغانان باید په بېړه له اسلام‌اباد او راولپنډۍ ووځي او له اسنادو پرته کډوالو سره یو ځای افغانستان ته ولېږدول شي.

په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي:«د دغې کړنلارې نه مراعاتول او ټاکل شوې مودې به د نیول کېدو او افغانستان ته د ایستلو لامل شي. دغه خبر د هغو افغانانو لپاره چې، له کلونو راهیسې دلته ژوند کوي، په ژوره توګه اندېښمنونکی دی. UNHCR او IOM د یادو طرحو د عملي کېدو په تړاو د لا ډېر وضاحت غوښتونکي دي او ورسره سم له کډوالو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.»

پاکستان کې افغان کډوال عبدالرووف وايي:«په پاکستان کې افغان کډوال له ډېرو ستونزو سره مخ دي. اړینه ده چې، د پاکستان او افغانستان دولتونه د دغو ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي.»

ایران کې افغان کډوال محمد سیرت هم څرګندوي:«د افغانستان او ایران له دولتونو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې، له یو بل سره خبرې وکړي او د دغو خلکو ستونزو ته رسېدنه کړي. موږ هره ورځ له دغو ستونزو سره مخ یو.»

پاکستان او ایران هغه دوه ګاونډي هېوادونه دي چې، له کلونو راهیسې په‌کې ګڼ شمېر افغان کډوال ژوند کوي او ډېری وخت د کوربه هېوادونو له لوري په یوه او یا هم بل نوم ځورول کېږي او په دې وروستیو کې بیا په جبري توګه ایستلو لړۍ يې چټکه شوې ده.

په ایران کې پر افغان کډوالو د محدودیتونو پر دوام د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي، تر دې ډېر د افغان کډوالو د کوربتوب زغم او ظرفیت نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه