Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د ناروې د ولسي مرستو سازمان فعالیتونه ودرول شول

د امریکا د بهرنیو مرستو له ځنډولو وروسته، اوس د ناروې د ولسي مرستو سازمان د افغانستان په ګډون په ۱۲ هېوادونو کې د خپل فعالیت له درېدو خبر ورکړی دی.

دغه بنسټ ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوی ته حکم کړی چې، د امریکا د مالي مرستو اړوند ټول فعالیتونه دې ژر تر ژره ودروي.

د ناروې د ولسي مرستو سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې، تمه لري د امریکا نوی حکومت د دغه حیاتي کار ملاتړ ته دوام ورکړي.  

د اقتصادي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د اسلامي امارت مشران باید د کوچنیو پروژو تر څنګ په سترو پروژو هم پانګونه وکړي، ترڅو افغانان په‌کې د کار فرصتونه ومومي.»

خو اقتصاد وزارت هغه بنسټونه چې، په حیاتي برخو کې کار کوي، مهم بولي او ټینګار کوي، د هغو بنسټونو فعالیتونه باید سیاسي نه‌شي چې، د امنیت ټينګښت، د انساني مرګ ژوبلې د مخنیوي، د بې‌وزلۍ د کمښت او د چاپېریالي ستونزو د حل لامل کېږي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي:«د اوږدمهاله تحمیلي جګړو له امله، ماینونه او ناچاودې مهمات د هېواد په بېلابېلو سیمو کې زموږ د خلکو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي. په دې برخه کې د ځینو مهمو نړۍوالو بنسټونو د فعالیتونو ځنډېدل چې، د امریکا د سیاست د بدلون له امله رامنځته شوی، نه یوازې بشري مرستو ته د دې هېواد پر ژمنتیا بې‌اعتمادي زیاتوي؛ بلکې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د بشري کرامت د درناوي اصل هم تر پوښتنې لاندې راولي.»

بلخوا، بې‌روزګارۍ، بې‌وزلۍ او ناچارۍ هېوادوال په تېره بیا کابل مېشتې د پلازمېنې د واټونو پر غاړو د کار په تمه پاتې شي.

له دې ډلې ۵۵ کلن جاوېد چې، د خپلې ۹ کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، وايي چې، په تېره یوه میاشت کې یوازې دوه ځله ورته د کار زمینه برابره شوې ده.  

هغه وايي:«کار و بار نشته، دا خلک ډېر بې‌وزله دي. ډېر یې ان د غرمې ډوډۍ نه‌لري، نو شپه به څنګه تېره کړي؟»

دا په داسې حال کې ده چې، د امریکا له لوري د بهرنيو مرستو تر ځنډېدو وروسته، د امریکا د پراختیایي ادارې وېب‌پاڼه د جزییاتو له ورکولو پرتله له لاسرسي وتلې ده.

دغه اقدامات داسې مهال ترسره کېږي چې، یو ځل بیا د امریکا یوې جمهوري‌پالې سناتورې د دغه هېواد له ولسمشره غوښتي چې، اسلامي امارت ته هره اوونۍ د څلوېښت مېلیون ډالري مرستو لېږل ودروي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه