Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ذاکرالله ذاکر: له عمومي عفوې وروسته له هېچا د پخوانیو دندو پوښتنه نه‌کېږي

د ریاست‌الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر رييس ذاکرالله ذاکر وايي چې، د اسلامي امارت له بیا راتګ سره سم عمومي عفوه اعلان شوې او له هېچا د پخوانیو دندو او مسوولیتونو په اړه پوښتنه نه‌کېږي.

ارګ په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې، ښاغلي ذاکر دغه موضوع‌ د افغانستان د تېر حکومت له ځینو مسوولانو سره د کتنې پر مهال څرګنده کړې او پر هغوی یې د خوندیتوب کارټونه هم وېشلي دي.

ښاغلي ذاکر په دې کتنه کې ویلي چې، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان حق لري چې، دلته په عزت او ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله زیاته کړه:«د ریاست‌الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس له راستنېدونکو هېوادوالو هرکلی وکړ او وې ویل چې، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان حق لري چې، دلته په عزت او په ډاډمن چاپېریال کې ژوند وکړي.»

د چارو ځینې شنونکي بیا وايي، سرپرست حکومت هم باید هېواد ته د راستانه شویو شخصیتونو له ظرفیتونو استفاده وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پيګیر په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«هر څوک چې، په هر نوم د کمېسیون له لوري، بېرته هېواد ته راستنېږي، د اسلامي امارت دنده ده، لکه څرنګه چې، د بښنې فرمان یې صادر شوی باید وبښل شي او د هغوی پر وړاندې هېڅ ډول څېړنې او هېڅ ډول تبعیض ونه شي.»

د سرپرست حکومت مسوولانو په نورو هېوادونو کې د تېرو حکومتونو له مېشتو شخصیتونو او چارواکو په وار وار غوښتي چې، خپل هېواد ته راستانه شي او دلته خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.

ښاغلي ذاکر دغه موضوع‌ د افغانستان د تېر حکومت له ځینو مسوولانو سره د کتنې پر مهال څرګنده کړې او پر هغوی یې د خوندیتوب کارټونه هم وېشلي دي.

تصویر بندانگشتی

د ریاست‌الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر رييس ذاکرالله ذاکر وايي چې، د اسلامي امارت له بیا راتګ سره سم عمومي عفوه اعلان شوې او له هېچا د پخوانیو دندو او مسوولیتونو په اړه پوښتنه نه‌کېږي.

ارګ په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې، ښاغلي ذاکر دغه موضوع‌ د افغانستان د تېر حکومت له ځینو مسوولانو سره د کتنې پر مهال څرګنده کړې او پر هغوی یې د خوندیتوب کارټونه هم وېشلي دي.

ښاغلي ذاکر په دې کتنه کې ویلي چې، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان حق لري چې، دلته په عزت او ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله زیاته کړه:«د ریاست‌الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس له راستنېدونکو هېوادوالو هرکلی وکړ او وې ویل چې، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان حق لري چې، دلته په عزت او په ډاډمن چاپېریال کې ژوند وکړي.»

د چارو ځینې شنونکي بیا وايي، سرپرست حکومت هم باید هېواد ته د راستانه شویو شخصیتونو له ظرفیتونو استفاده وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پيګیر په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«هر څوک چې، په هر نوم د کمېسیون له لوري، بېرته هېواد ته راستنېږي، د اسلامي امارت دنده ده، لکه څرنګه چې، د بښنې فرمان یې صادر شوی باید وبښل شي او د هغوی پر وړاندې هېڅ ډول څېړنې او هېڅ ډول تبعیض ونه شي.»

د سرپرست حکومت مسوولانو په نورو هېوادونو کې د تېرو حکومتونو له مېشتو شخصیتونو او چارواکو په وار وار غوښتي چې، خپل هېواد ته راستانه شي او دلته خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه