Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ښاروالۍ: په ۱۱ میاشتو کې څه باندې ۲۰۳ پروژې پلې شوې دي

د کابل ښاروالۍ وایي، په تېرو یوولسو میاشتو کې یې د سړکونو د جوړولو په برخه کې د ۲۰۳ پروژو چارې بشپړې کړي دي.

نعمت الله بارکزی زیاتوي چې په تېرو یوولسو میاشتو کې له ۲۰۳ ډېرې پروژې د سړکونو جوړولو په برخه کې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.  

د کابل ښاروالۍ استازی، نعمت الله بارکزی وايي: «په تېرو ۱۱ میاشتو کې له ۲۰۳ زیات بېلابېل پروژې، چې ډېری یې د کانکریټ‌ریزي پروژې وې، په کابل ښار کې پلي شوې دي. د ۲۰ څخه تر ۳۰ زرو کسانو پورې په مستقیم ډول په کار بوخت شوي دي. د کابل ښاروالۍ د انکشافي پروژو د تطبیق پر مهال دې ته هم پاملرنه کړې چې، د ساتنې او مراقبت له ریاست سره تر څنګ، ځینې پروژې خصوصي سکتور ته وسپاري، ترڅو هغوی هم د کابل ښار په آبادۍ کې ونډه واخلي.»

که څه هم د کابل ښار اوسېدونکي د سړکونو جوړېدل او ځوانانو ته د کار د زمینې برابرېدل د هېواد د پرمختګ لپاره مهم بولي، خو د نورو فرصتونو د برابرېدو غوښتنه کوي.

جلال‌الدین، د کابل یو اوسیدونکی، طلوع‌نیوز ته وايي: «د یوه هېواد آبادي د سړکونو، لارو او ودانیو په جوړولو کې ده، ځکه چې د دې پروژو له لارې ځوانانو ته د کار زمینه برابرېږي.»  

عبداللطیف، چې د کابل یو بل اوسیدونکی دی، وايي: «د پراختیايي پروژو پلي کول ډېر ښه کار دی، هم زموږ خلکو ته ګټه لري او هم زموږ هېواد ته، ځکه چې زموږ یو شمېر هیوادوال په کار بوختېږي او د همدې عوایدو له لارې خپلې کورنۍ ته نفقه برابروي.»

تر دې وړاندې، د کابل ښاروالۍ د خپلو پنځه‌ میاشتنیو فعالیتونو د راپور پر مهال ویلي وو، چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې څه باندې ۳ میلیارده او ۳۵۰ میلیونه ډېر عواید راټول کړي دي.  دغه راز، په دې موده کې د ښار په ۲۲ ناحیو کې  ۱۶۵پراختیايي پروژې پلان شوې، چې له دې منځه د ۸۲ هغو عملي چارې روانې دي، ۱۸یې بشپړې شوې دي او پاتې نورې په تدارکاتي پړاو کې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه