Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرچینې: اسلامي امارت د ملګرملتونو کاري ډلې غونډې ته بلل شوی

باخبرو سرچینو طلوع‌نیوز ته ویلي چې د دوحې درېیمې غونډې په تعقیب، د ملګرو ملتونو سازمان د کاري ډلې غونډه به په روانې زیږیز میاشت کې جوړه شي.

د دغو سرچینو په وینا، د دغې غونډې چورلیز به د نشه‌يي توکو، بدیل کښت، خصوصي سکټور مسئلې او د افغانستان لپاره بشرپاله مرستې وي.

د سیاسي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«په شلو یا پنځه ویشتو کلونو کې د کوکنارو او مخدره توکو د بدیل ادعا کېږي؛ خو د افغانستان بزګرو ته نه‌ورکول کېږي. موږ باید د خلکو اقتصاد په پام کې ونیسو، موږ څنګه کولای شو د کوکنارو کښت په ټول کې نشه‌يي توکي بند کړو په داسې حال کې چې، په هېواد کې لوږه ده.»

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، اسلامي امارت هم دې غونډې ته بلل شوی؛ خو اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

 د پوهنتون استاد عبدالجبار اکبري وویل:«هر څومره چې، پر اقتصادي او سوداګریزو مسایلو تمرکز وشي او د هېواد پام ور واړول شي، فکر کوم چې له اقتصادي پلوه د افغانستان لپاره ارزښت ولري چې افغانستان له اقتصادي انزوا څخه ووځي.» 

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د دوحې درېیمه غونډه د تېر زېږدیزکال د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ په افغانستان کې د بدیل کښت او خصوصي سکټور د پیاوړتیا په محوریت سره، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي مرستیال په کوربتوب د اسلامي امارت د استازي او د شاوخوا ۲۵هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د قطر په دوحه کې جوړه شوې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه