Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحې بهیر د کاري ډلې غونډه به د خصوصي سکټور پر ملاتړ متمرکزه وي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال انډریکا راټواټه طلوع‌نیوز ته ویلي، چې ملګري ملتونه به د قطر راتلونکې بهیر کاري ډلې په غونډه کې له افغانستان سره د مرستو، له نشه‌يي توکو سره پر مبارزې او د خصوصي سکتور پر پیاوړتیا تمرکز وکړي.

د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما مرستیال انډریکا راټوټه هلمند او کندهار ته د سفر پرمهال طلوع‌نیوز ته ویلي په ۲۰۲۵ زیږیز کال کې یې په سوېلي حوزه کې د اقلیمي بدلون د اغېزو کمول او د کډوالۍ کړکېچ مدیریت یې د کاري لومړیتوبونو له ډلې دي.

د یوناما مرستیال په دې هکله زیاتوي:«د دوحې راتلونکې پروسه کې به دوه کاري ډلي رامنځته شي، چې د سرپرست حکومت غړي، ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنه به په‌کې حضور ولري، چې په افغانستان کې د نشه‌یې توکو پر مخنیوي، د کروندګرو پر ملاتړ، بديل کښت او د روږدو درملنې او خصوصي سکتور پر پياوړتیا به بحث کوي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال او د بشري مرستو همغږی کوونکی دغه‌راز زیاتوي، چې د ګڼو ننګونو ترڅنګ به په ۲۰۲۵ زیږیز کال کې په سوېلي حوزه کې د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو، کډوالۍ کړکېچ مدیریت، بدیلو کښتونو او ځینو نورو برخو کې کار وکړي.

انډریکا راټوټه وايي:«زما مهم پېغام دا دی، موږ دلته يو چې د افغانانو لپاره کار وکړو، د سرپرست حکومت له مسوولانو غواړو، چې موږ ته لا ښه کاري چاپېريال چمتو کړي او کله چې د بنديزونو له امله زموږ فعالیتونه اغېزمن کېږي باید د بحث دروازه پرانیستې وي.»

 ورته مهال اسلامي امارت د بشري مرستو پر روڼتیا باندې د ټینګار ترڅنګ له ملګرو ملتونو غواړي چې د خلکو ژوند کې د بدلون او بسیاینې په موخه بنسټیزې پروژې پلې کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبيح‌الله مجاهد ویلي:«له ملګرو ملتونو د افغانستان د ملت دا غوښتنه ده، چې باید خپلې مرستې په شفاف ډول اړمنو خلکو ته ورسوي او خپلې همکارۍ په موثر ډول تنظیم کړي، چې د خلکو په ژوند کې تغییر راولي، په داسې پروژو مصرف وشي، چې د خلکو لپاره حیاتي وي، کار روزګار برابر شي او پر خپلو پښو د درېدو باعث شي.»  

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي دغه‌راز په افغانستان کې د مېرمنو زده‌کړو او کار حقونو د ملاتړ ترڅنګ د اسلامي بانکوالۍ او د کوچنيو تشبثاتو پر پراختيا هم ټینګار کوي. 

د یوناما مرستیال انډریکا راټوټه هلمند او کندهار ته د سفر پرمهال ویلي په ۲۰۲۵ زیږیز کال کې یې په سوېلي حوزه کې د اقلیمي بدلون د اغېزو کمول او د کډوالۍ کړکېچ مدیریت یې د کاري لومړیتوبونو له ډلې دي.

تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال انډریکا راټواټه طلوع‌نیوز ته ویلي، چې ملګري ملتونه به د قطر راتلونکې بهیر کاري ډلې په غونډه کې له افغانستان سره د مرستو، له نشه‌يي توکو سره پر مبارزې او د خصوصي سکتور پر پیاوړتیا تمرکز وکړي.

د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما مرستیال انډریکا راټوټه هلمند او کندهار ته د سفر پرمهال طلوع‌نیوز ته ویلي په ۲۰۲۵ زیږیز کال کې یې په سوېلي حوزه کې د اقلیمي بدلون د اغېزو کمول او د کډوالۍ کړکېچ مدیریت یې د کاري لومړیتوبونو له ډلې دي.

د یوناما مرستیال په دې هکله زیاتوي:«د دوحې راتلونکې پروسه کې به دوه کاري ډلي رامنځته شي، چې د سرپرست حکومت غړي، ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنه به په‌کې حضور ولري، چې په افغانستان کې د نشه‌یې توکو پر مخنیوي، د کروندګرو پر ملاتړ، بديل کښت او د روږدو درملنې او خصوصي سکتور پر پياوړتیا به بحث کوي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال او د بشري مرستو همغږی کوونکی دغه‌راز زیاتوي، چې د ګڼو ننګونو ترڅنګ به په ۲۰۲۵ زیږیز کال کې په سوېلي حوزه کې د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو، کډوالۍ کړکېچ مدیریت، بدیلو کښتونو او ځینو نورو برخو کې کار وکړي.

انډریکا راټوټه وايي:«زما مهم پېغام دا دی، موږ دلته يو چې د افغانانو لپاره کار وکړو، د سرپرست حکومت له مسوولانو غواړو، چې موږ ته لا ښه کاري چاپېريال چمتو کړي او کله چې د بنديزونو له امله زموږ فعالیتونه اغېزمن کېږي باید د بحث دروازه پرانیستې وي.»

 ورته مهال اسلامي امارت د بشري مرستو پر روڼتیا باندې د ټینګار ترڅنګ له ملګرو ملتونو غواړي چې د خلکو ژوند کې د بدلون او بسیاینې په موخه بنسټیزې پروژې پلې کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبيح‌الله مجاهد ویلي:«له ملګرو ملتونو د افغانستان د ملت دا غوښتنه ده، چې باید خپلې مرستې په شفاف ډول اړمنو خلکو ته ورسوي او خپلې همکارۍ په موثر ډول تنظیم کړي، چې د خلکو په ژوند کې تغییر راولي، په داسې پروژو مصرف وشي، چې د خلکو لپاره حیاتي وي، کار روزګار برابر شي او پر خپلو پښو د درېدو باعث شي.»  

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي دغه‌راز په افغانستان کې د مېرمنو زده‌کړو او کار حقونو د ملاتړ ترڅنګ د اسلامي بانکوالۍ او د کوچنيو تشبثاتو پر پراختيا هم ټینګار کوي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه