د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست یو ځل بیا له ګاونډيو هېوادونو غوښتي چې، ژر تر ژره دې له افغان کډوالو سره ناوړه چلن او د دوی د جبري ستنولو بهیر و دروي.
مولوي عبدالکبیر کابل کې د جاپان له سفیر او د یوناما له مرستیال سره په جلا جلا کتنو کې پر مرستندویه بنسټونو غږ کړی چې، له کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو سره مرستې وکړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني په دې اړه و ویل: « هېوادونه باید د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي او دوی ته اجازه ورکړي چې د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته را ستانه شي.»
د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا هم دغه کتنه کې ویلي، هېواد یې یو باثباته افغانستان غواړي او په دغه برخه کې یې له اسلامي امارت سره همکاري مهمه بللې ده.
تاکایوشي کورومایا د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په جلا کتنه کې له افغانستان سره تر ۲۰۲۵ کاله د خپل هېواد د پراختیايي او بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
ورته مهال په ګاونډیو هېوادونو کې ډېر شمېر افغان کډوال شته ستونزو اندېښمن کړي دي.
ترکیه کې افغان کډوال، جمال و ویل: « کډوال اړ ایستل کیږي چې خپل استوګنځي پرېږدي او نورو سیمو ته ولاړ شي. ترکیه کې افغان کډوال له اقتصادي، ژبني او کاري ستونزو سره مخ دي.»
خو اسلامي امارت باید د ګاونډیو هیوادونو د دغو اقداماتو پر وړاندې کوم ګامونه پورته کړي؟
د کډوالو د حقونو کارپوه، جمعه خان پویا طلوعنیوز و ویل: « اوسنی حاکمیت باید ژر تر ژره اقدامات وکړي او له نړۍوالو بنسټونو او ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان، سره په دې اړه خبرې وکړي.»
تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت چارواکو له ګاونډیو هېوادونو غوښتي وو چې د افغان کډوالو له جبري ستنولو ډډه وکړي.
په دې اړه مو اندونه